د لاس رسي وړ اتصالات

د عراق ولس د اصلاحاتو په هیله په انتخاباتو کې ګډون وکړ


د عراق ولس پدې هیله چې ددې هیواد د پارلمان نوي وکیلان به د څو لسیزو کړکیچ او ناسم مدیریت وروسته اصلاحات رامنځته کړي، په پارلماني انتخاباتو کې رای ورکړې.

ټاکل شوی وه چې ددې هیواد پارلماني انتخابات راتلونکي کال کې وشي، خو په بغداد او جنوبي ولایتونو کې د پاڅونونو په غبرګون کې دغه ټاکنې یو کال دمخه وشوې.

د ۲۰۱۹ کال په وروستیو کې په لسګونو زره خلکو د پراخ فساد، د خدماتو د وړاندې کولو د کمزورتیا او د بیکارۍ د زیاتیدو په غبرګون کې لارې کوڅو ته راوتلل او مظاهرې یې وکړې؛ هغه مظاهرې چې امنیتي ځواکونو وځپلې او څه ډپاسه ۶۰۰ کسان په کې مړه او په زرګونو کسان زخمي شول.

سره له دې چې په پای کې مقامات تسلیم شول او د وخت دمخه انتخابات یې اعلان کړل، خو د اعتراض کوونکو د مرګ ژوبلې لوړه کچه او د هغوی پرله پسې ځپنه ددې سبب شوه چې ځوان فعالین او اعتراض کوونکي انتخابات تحریم کړي.

همداشان د تښتونو او هدفي وژنو لړۍ چې څه ډپاسه ۳۵ کسان په کې ووژل شول نور هم ددې سبب شو چې خلک په ټاکنو کې له ګډون څخه ناخوالي شي.

خلکو پداسې حال کې د ټاکنو سره نه لیوالتیا ښودلې چې پدې هکله ژوره اندیښنه شته چې خپلواک کاندیدیان به ونشي کړای د سیاستوالو او پیژندل شویو ګوندونو په وړاندې بریالي شي؛ هغه ګوندونه چې زیات شمیر یې د وسله والو ملیشو له لورې حمایت کیږي.

یو ۲۲ کلن رای ورکوونکي امیر فضل وویل: "ما رایه ورکړه چې بدلون رامنځته شي. نه غواړم دغه څیرې او ګوندونه بیا پارلمان ته لاره ومومي."

د عراق د پارلمان ۳۲۹ څوکیو ته ۳۴۴۹ کسان کاندید او په انتخاباتي مبارزه بوخت دي.

د عراق د انتخاباتو کمیسیون ویلي چې د انتخاباتو نتیجې به د رایو د مرکزونو له تړل کیدو څخه ۲۴ ساعته وروسته اعلان شي.

د عراق د پخواني ولسمشر صدام حسین د حکومت له پرزیدو وروسته دا ددې هیواد شپږم انتخابات دي.

XS
SM
MD
LG