د لاس رسي وړ اتصالات

عراقي ځواکونو د داعش پرضد عملیات ګړندي کړل


د می په ۳۱ عراقي ځواکونو فلوجې ته نژدې ځنې ساحې ونیولې
د می په ۳۱ عراقي ځواکونو فلوجې ته نژدې ځنې ساحې ونیولې

د شیعه ملیشؤ د قوماندانۍ معاون چې د عراقي حکومت سره ملګري دي، د یکشنبې (جون -۵) یي وویل چې د دوئ وسله والو په فلوجه ښار کې خپل ماموریت څه ناڅه پای ته رسولې دی.

ابومهدي المهندس ویلي د الشهدالشبح جنګیالیو د فلوجه ښار ته څیرمه د ګرما، سقلاویه اوالبشیجل سیمې آزادې کړي دي او دیته تیار وو چې که د عراق اردو اجازه ورکړي نو د فلوجې ښار به هم آزاد کړي.

عراقي ځواکونو د داعش د وسله والو نه د لویدیځ ښار فلوجه د بیرته نیولو لپاره نژدې دوه اونۍ مخکې عملیات پیل کړي وو.

د عراق صدراعظم حیدرالعبادي دا تاید کړه چې د فلوجې د جګړې له امله د سیمې وتل شوو ملکي خلکو سره سهوا بد چلند هم شوی دی.

صدراعظم عبادي د شنبې په ورځ د جګړې په لمړۍ کرښه کې د عسکرو سره ولیدل او وی ویل چې د ملکي خلکو په وړاندې د هغه د ځواکونو لخوا بد چلند د منلو وړ ندی.

په فلوجې ښار کې څه ناڅه ۵۰ زره اوسیدونکي د جګړې په ساحو کې ګیر پاتې دي او شاوخوا ۱۲ زره نورو وکړې شوو چې د می میاشتې په ۲۲ د نظامي عملیاتو مخکې له سیمې ووځي.

طبي مامورانو او مقاماتو د یکشنبې په ورځ وویل د الفرات د سیند نه د پوری وتلو په وخت کې لږترلږه څلور کسان ډوب شوو او نهه نور لاهم لادرکه دي. دوئ غوښتل د فلوجه ښار له هغو ساحو وتښتي چې د داعش ډله پرې حاکمه ده.

د ملګروملتونو په وینا په فلوجه ښار کې شاوخوا ۵۰ زره خلک اوسیږي خو اوبو، خوراک او صحي خدمات یي ډیرمحدود دي.

فلوجه په عراق کې د امریکا تر اشغال وروسته او د شیعه رهبرۍ لاندې ملیشو چې په ۲۰۰۳ کال کې د سني مشر صدام حسین تر پرزیدو وروسته حاکمیت ته رسیدلي پرضد جګړو په مرکز بدله شوې ده.

  • 16x9 Image

    سید سلیمان آشنا

    سید سلیمان اشنا د تلویزون، رادیو او ډیجټل میډیا په برخه کې دولس کلنه تجربه لري او د ٢٠٠٦ کال راهیسې د امریکا غږ د افغانستان څانگې سره همکار دی.

XS
SM
MD
LG