د لاس رسي وړ اتصالات

عراق په 'ترهګرۍ' محکوم اته کسان په دار ځړولي


د عراق د قانون له مخې، د ترهګرۍ او وژنې جرمونه د مرګ سزا لري.
د عراق د قانون له مخې، د ترهګرۍ او وژنې جرمونه د مرګ سزا لري.

عراقي سرچینو د جمعې په ورځ می ۳۱ (غبرګولي ۱۱) وویل، د اسلامي دولت له ډلې سره د اړیکو لرلو له کبله په "ترهګرۍ" محکوم اته کسان اعدام شوي دي.

دا په تیره څه باندې یوه میاشت کې دریم ځل دی چې په عراق کې په ډله ایز ډول خلک اعدامیږي.

د عراق د قانون له مخې، د ترهګرۍ او وژنې جرمونه د مرګ سزا لري، او د اعدام فرمان باید د ولسمشر لخوا لاسلیک شي.

د عراق په جنوبي ذي قار ولایت کې یوې امنیتي سرچینې فرانس پرس ته وویل چې اته عراقیان "د اسلامي دولت ډلې د غړيتوب له کبله په ترهګرۍ محکوم شوي" او د پنجشنبې په ورځ "د عدلیې وزارت د یو پلاوي تر څارنې لاندې" د ناصریه ښار په مرکزي الحوت زندان کې په دار وځړول شول.

یوې ځايي طبي سرچینې تائید کړه چې د روغتیا ریاست د اتو کسانو جسدونه ترلاسه کړي دي.

امنیتي سرچینې د موضوع د حساسیت له امله د نوم نه ښودلو په شرط وویل، اته عراقیان د "ترهګرۍ ضد قانون د څلورمې مادې له مخې" اعدام شول.

امنیتي او روغتیايي سرچینو فرانس پرس ته وویل، له دې وړاندې عراقي چارواکو د می په شپږمه ۱۱ کسان د "ترهګرۍ" په تور په دار ځړولي وو او له هغه وړاندې د اپریل په ۲۲مه هم ۱۱ کسان اعدام شوي وو.

د اعدامونو دغې سلسلې د بشري حقونو ډلو ترمنځ اندیښنه پارولې، او د بخښنې نړیوال سازمان په شمول دغو سازمانونو په دې اړه د "په خطرناک ډول د روڼتیا نشتوالی" غندلی دی.

الحوت په ناصریه کې یو بدنام زندان دی او عراقیان په دې باور دي چې له دغه زندان څخه بندیان هیڅکله ژوندي نه وځي.

عراقي محکمو په وروستیو کلونو کې په سلګونو کسانو ته د "ترهګرو سازمانونو" د غړیتوب په تور د مرګ او عمري بند سزاګانې اورولي دي. په عراق کې د دا ډول سازمانونو په غړیتوب محکوم کیدل د مرګ سزا لرلی شي پرته له دې چې تورن فعال جنګیالي وي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG