د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیه د اسلامي دولت د ډلې پر ضد پر پوځي اقدام غور کوي


د ترکیې پارلمان وبلل شو چې حکومت ته په سوریې او عراق کې د اسلامي دولت د ډلې پر ضد د پوځي ځواک د کارولو اجازه ورکړي که نه؟
د ترکیې پارلمان وبلل شو چې حکومت ته په سوریې او عراق کې د اسلامي دولت د ډلې پر ضد د پوځي ځواک د کارولو اجازه ورکړي که نه؟

په داسې حال کې چې د اسلامی دولت د ډلې جنگیالي د ترکیې سرحد ته څېرمه د سوریې د کوباني ښارگوټي په لورې ورنژدې کېږي او په کوباني کې چې عین العرب وروستۍ جگړې وشوې د ترکیې پارلمان پرېکړه کوي چې د اسلامي دولت د ډلې د پرمختگ د مخنېوي لپاره خپل سرتیري سوريې ته ور واستوي که نه.

په سوریه کی د بشري حقوقو د څار ډله چې مرکز یې په لندن کې دی وایې چې کردي وسله وال د کوباني له ښار گوټي څخه څو سوه مېتره لېرې په جگړه دي.

د ترکیې د پارلمان غونډه نن د اکتوبر په دویمه د دې لپاره وبلل شوه چې حکومت ته په سوریې او عراق کی د اسلامي دولت د ډلې پر ضد د پوځي ځواک د کارولو اجازه ورکړي.

که د ترکیې پارلمان دغه پرېکړه ومني، امکان لري چې د ترکیې عسکر به د اسلامي دولت د ډلې د وسله والو پرخلاف جنگ پېل کړي او هم به د ځینو نورو هېوادونو ته اجازه ورکړل شي چې د ترکیې خاوره د اسلامي دولت د ډلې پر ضد عملیاتو او بریدونو لپاره وکاروي.

له کوباني څخه تر اوسه ١٦٠،٠٠٠ کردان ترکیې ته اوښتي دي، د اوس لپاره په ترکیې کې د سوریې یو میلیون کډوال اوسيږي.

له بلې خوا په سوریې او عراق کې د اسلامي دولت پر هدفونو او د اکمالاتو په مرکزونو د امریکا په مشرۍ د نړیوال ایتلاف جټ او نورو بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي، شل ملکي وگړي هم د هوایې عملېاتو په لومړېو ورځو کې وژل شوي دي.

د ترکیې له سرحدي ښار کیلس نه د امریکا غږ خبریال جیمي ډیتمېر په خپل رپوټ کې وایي د سیمې اوسیدونکي چې څلورو پرله پسې جنګ جګړو ځپلي دي، د ایتلاف د هوايي بمباریو له کبله ستړي شوي دي.

د امریکا غږ خبریال وایې چې د دغو حملو له کبله ٧٠٠٠ زره خلک د سوریې په شمال کی له خپلو کورونو نه تېښتې ته اړ شوي دي، ځینی یې وایې چې امریکا او ملگرو ېې د اسلام پر ضد جنگ پیل کړی دی.

د سوریې کورنی جنگ چې څلور کاله مخکې پیل شو، تر اوسه په کې له دوه سوه زرو نه زیات خلک وژل شوي دي او اته سوه زره نور ېې بې کوره شوي دي.

XS
SM
MD
LG