د لاس رسي وړ اتصالات

فلوجه یو کال د داعش تر مردکیو لاندې


د اسلامي دولت جنګیالي د خپلې ډلې بېرغ په لاس په عراق کې ګزمې کوي.
د اسلامي دولت جنګیالي د خپلې ډلې بېرغ په لاس په عراق کې ګزمې کوي.

له یوه کال راهیسې د اسلامي دولت د ډلې جنګیالي نژدې هره شپه، د فلوجې ښار په څنډو کې د عراق پر امنیتي ځواکونو د سپکو او درندو وسلو ډزې کوي.

فلوجه لومړنی ښار و چې د اسلامي دولت جنګیالیو له عراقي ځوکونه څخه ونیوه، د دغه ښار په بیا نیولو کې د عراقي پوځ پاتې راتلل دا ښکاره کوي چې، د اسلامي دولت د ډلې پر ضد په روانې جګړې کې ډېر پرمختګ نه دی شوی.

سره له دې چې د امریکا په مشرۍ هوايي بریدونو او د ایرن مرستو له عراقي پوځ، ملیشو او کردي جنګیالیو سره د ښار د ځینو برخو په بیا نیولو کې مرسته وکړه، خو ټول ښار و نه نیول شول. د اسلامي دولت ډلې د عراق درېیمه برخه نیولې ده.

عراقي سرتیري سعد السوډاني وویل " موږ تل تیارسی یو، موږ ډېر کم خوب کوو، موږ هر ډول مرستو ته ضرورت لرو. "

د اسلامي دولت ډلې د ۲۰۱۴ کال په جنورۍ کې د فلوجې په نیولو سره په عراق کې خپل پرمختګ پیل کړ، په فلوجې پسې یې د عراق بل لوی ښار موصل او بیا د بغداد پر لوري یې مخه کړه چې ورسته یې نژدې د عراق ټولې سوني مېشتې سیمې لاندې کړې، عراقي پوځ ډېر کله په جګړې کې وسلې پر ځمکه وغورځولې او وتښتېدل.

یو کال کیږي چې فلوجه د اسلامي دولت جنګیالیو نیولی دی، په دغه ښار کې په ۲۰۰۳ کال کې د امریکا په مشرۍ ځواکونو سخته جګړه وکړه.

د اسلامي دولت پر ضد د نړیوال ایتلاف قومندان جنرال جان الن د چهارشنبې په ورځ په بغداد کې خبریالانو ته وویل دوی د ۱۲ عراقي غنډونو روزنه او هغوی ته د مشورو ورکول پیل کړي چې د اسلامي دولت له جنګیالیو څخه د فلوجې او موصل ښارونه بېرته ونیسي.

" هیله مند یو چې د وخت په تېرېدو سره د دغه پوځ د پرمختګ اغیزې وګورو چې دوی ښارونه او ښاروالۍ بېرته ونیسي. "

خو جنرال الن دا خبره هم وکړه چې د فلوجې او موصل د ښارونو د بېرته نیولو لپاره یې مشخص وخت ټاکلی نه دی.

امریکا او ایتلافي ملګرو یې د اسلامي دولت پر ضد د پیل شوي کمپاین راهیسې، پر دغې ډلې په عراق کې ۱۰۰۰۰ او په سوریې سلګونه هوايي بریدونه کړي دي، خو بیا هم د دغې ډلې د وړاندې تګ مخه نیول شوې نه ده.

عراقي چارواکو د امریکا او د هغو د ملګرو پر دغه کمپاین نیوکې کوي.

ډګر جنرال عبدالوهاب السعدي د هغو سرتېرو مشر دی چې د بیجې د ښار د بیا نیولو لپاره تیاری نیسي، په دغه ښار کې د تیلو ډېرې تصفیه خانې شته دي.

نوموړی وايي " موږ د وسلو، مهماتو او جنګي سرتیرو له کموالي سره مخامخ یو. " ده د اسلامي دولت پر جنګیالیو د امریکا روانه بمباري هم بې اغیزې وبلله.

په همدې حال کې د اسلامي دولت جنګیالي د سوني اقلیت د مهم ولایت انبار پر لوري وړاندې روان دي، دواړه غاړې د دغه ولایت د مرکز رمادي د نیولو لپاره کلکه مبارزه کوي.

د اسلامي دولت له لوري د فلوجې ښار نیول، د عراقي پوځ د کمزورتیا په معنی بلل کیږي.

سرتیري سعدي د فلوجې د ښار له لاسه ورکولو قصه کوي او وايي چې د ښار ټولو سونیانو د پوځ پر ضد چې ، د شیعه حکومت ملاتړي بلل کیږي، مظاهره وکړه، سرتېرو ته د پرمختګ اجازه ورنکړل شوه او د اسلامي دولت جنګیالیو ښار ونیو.

ده وویل وه شپه د پوځ او مظاهره کوونکو ترمنځ نښته وشوه چې ۴۰ تنه په کې ووژل شول، پوځ له دغې پېښې سملاسې وروسته له ښار نه ووتل او وسله وال جنګیالي ښار ته ننوتل."

تراوسه د امریکا په مشرۍ ایتلاف د اسلامي دولت ډلې په عراق او سوریې سلګونه هوايي بمبارۍ کړي، خو لا هم د هغوی د وړاندې تګ مخه نیول شوې نه ده.
تراوسه د امریکا په مشرۍ ایتلاف د اسلامي دولت ډلې په عراق او سوریې سلګونه هوايي بمبارۍ کړي، خو لا هم د هغوی د وړاندې تګ مخه نیول شوې نه ده.

د حیدرالعبادي په مشرۍ د عراق نوی حکومت هڅه کوي چې د اسلامي دولت سره د جګړې لپاره سوني قبایل په پوځ کې وګماري، خو د قبایلو د روزنې او وسله وال کوونې خبره، ورځ تر بلې ځنډېږي.

د اسلامي دولت ډلې وار دمخه هغه قبایل سړي، ښځې او ماشومان وژلي چې له حکومت سره یې مرسته کړې وه، دغه قتل عام نورو قبایلو ته هم د خطر زنګ دی. د عراق او سوریې په هغوی سیمو کې چې اسلامي دولت ډلې په کې خپل خلافت اعلان کړی، شاوخوا اته میلیونه خلک اوسیږي.

د فلوجې او موصل له ښارونو رېپوټونه وايي چې اوسېدونکي یې د میوو، سبزیجاتو، غوړیو او نورو خوراکي توکو له کموالي سره مخامخ دي، چې له کبله یې د توکو بیې هم لوړې شوي دي. د برېښنا نشتوالی یوه عادي خبره ګرځېدلې ده.

د اسلامي دولت ډلې هر هغه کس وژني چې، د امریکا په مشرۍ د روان له روان کمپاین سره د مرستې شک پرې کیږي.

په فلوجې کې د خوراکي توکو یو هټیوال عبدالرحمن مشرف وايي دوه وروڼه یې دوه کاله مخکې د جنګ جګړو له ویرې له فلوجې څخه وتښتېدل، خو اوس ډاریږي که بېرته راستانه شي، وبه وژل شي.

ده وویل "هغوی ونشو کولی چې زما د زلمي ورور او پلار جنازې ته راشي، ځکه چې ښار محاصره شوی و. زموږ حالت ډېر خرابه دی، تقریبا زموږ هرڅه خلاص شوي دي. "

جعفر هاند، د اسوشیټډ پرس خبري اژانس دا رېپوټ پښتو کړی دی.

XS
SM
MD
LG