د لاس رسي وړ اتصالات

د موصل د بریښنا بند بیرته عراقي ځواکونو ونیو


د امریکا د دفاع وزارت د عراق په شمال کې د موصل بریښنا بند ته نژدې د داعش د اسلامي دولت په ځواکونو باندې د بمباري ویدیوگانې خپرې کړې.

پنټاگان وایي د شنبې راهیسي ېې د داعش د وسله والو پر امنیتي پوستو او موټرونو باندې درویشت هوایي بریدونه کړې دي.

د اسلامی وسله والو څخه د موصل د بریښنا بند د بیرته نیولو د پاره، د امریکا ولسمشر اوباما، د کردي ځواکونو سره د وسلو او هوایي ځواکونو د مرستې غوښتنه کړې وه.

چارواکې وایي د ښاغلي اوباما دغه کار د هغه د وظیفوي مسؤلیت ېو برخه ده، چې دی مکلف دی د امریکایي اتباعو ژوند او د امریکا گټې په دغه سیمه کې خوندي کړي.

د عراق د موصل د بریښنا بند موقیعت
د عراق د موصل د بریښنا بند موقیعت

که د موصل بند مات شوی وای، د امریکا دیپلوماتیک پرسونل ژوند ته خطر پیښیدلی شوای.

بلخوا د عراق د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په شمال کې په اقلیتونو غږ وکړ چې عراق دې نه پریږدي.

د خپل لبنانی سیال جبران باسیل سره په گډ خبري کنفرانس کې حسین الشهرستاني وویل "زه په ټولو اقلیتونو غږ کوم چې هیواد پرینږدي. اقلیتونه د عراق د ټولنې مهمه برخه ده. که تاسی له عراق څخه ووتلی، عراق به نیمگړی شي."

د جون د میاشتې راهیسي د داعش د ځواکونو د پرمختگ له امله، شا اوخوا یو نیم میلون عراقیان بې کوره شوي دي او مذهبي اقلیتونه د داعش د سخت دریځو ځواکونو دتشدد له امله له سېمی نه په تیښته کې دي.

د لبنان د بهرنیو چارو وزیر په دې ټینگار وکړ چې د عراق حکومت د اقلیتونو د ژوند د ژغورلو مسؤلیت لري.

هغه زیاته کړه "د نوي عراقي حکومت ېو ه مهمه وظیفه او لومړیتوب به داوی چی د عراق ټول اقلیتونه خوندي وساتي، هغوی ته د اقتصادي او مالي ثبات زمینه برابره کړي چې په خپلو سیمو کې پاتې شي. هر ډول بې ځایه کېدل او بې کوره کېدل چې دوام وکړي، بیا هیڅکله خپل اصلي حالت ته راگرځیدلی نه شي."

د موصل د اوبو او بریښنا بند، بیرته نیول د عراقي او کردي ځواکونو ستر بری بلل کیږي. دغه بند د عراق ډیرو خلکو ته بریښنا او اوبه ورکوي.

XS
SM
MD
LG