د لاس رسي وړ اتصالات

عراقي جنرال د داعش په جنگیالیو د تسلیمیدو غږ وکړ


د موصل عملیات په تیرو پنځو کلونو کې چې د امریکا جنگي ځواکونه له عراق نه وتلي تر ټولو لوی او پیچلی عملیات بلل کیږی.
د موصل عملیات په تیرو پنځو کلونو کې چې د امریکا جنگي ځواکونه له عراق نه وتلي تر ټولو لوی او پیچلی عملیات بلل کیږی.

د اسلامي دولت د ډلې یا داعش څخه د موصل د بیرته نیولو په عملیاتو کې د عراقي او کردي پیشمرگه ځواکونو سره د متحده ایالاتو څه د پاسه سل سرتیري مل دي. خو د بشري مرستو ځینو سازمانونه په موصل کې د ملکي خلکو په اړه اندیښنه ښودلې ده.

د عراق په موصل کې د گډو عملیاتو قوماندان جنرال طالب شاغاتي د سې شنې په ورځ په یوې پوځي اډې کې خبریالانو ته وویل چې په موصل کې د داعش څه دپاسه ٦ زره جنگیالي جنگیږي. خو هغه دا ونه ویل چې له دې جنگیالیو نه څومره یې بهرني وگړي دي.

جنرال شاغاتي وویل چې په موصل کې د داعش جنگیالي د ماتې سره مخ او په تیښته دي. هغه زیاته کړه

"له دغه ځایه زه د داعش سره مل د ټولو سیمه ایزو جنگیالیو څخه غواړم چې خپل ژوند ته د خطر د لیرې کولو لپاره خپلې وسلې په مځکه کیږدي څو وشي کړي خپلو کورنیو او خپل ښار ته بیرته ستانه شي."

د امریکايي عسکرو ونډه

د متحده ایالاتو د دفاع وزرات ویاند د سې شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې په د موصل په جگړې کې شامل څه د پاسه سل تنه امریکایي سرتیرو څخه ځیني یې د جگړې د لومړۍ کرښې شاته ځای په ځای شوي دي چې لس زره کردي اتلس زره عراقي ځواکونو او دوه زره عراقی پولیسو سره مرسته کوي.

د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما د سې شنبې په ورځ په واشنگتن کې د موصل د ازاديدو په هکله ډاډ څرگند کړ خو تر څنگ یې راتلونکی یې هم ستونزمن وبللو. ښاغلي اوباما وویل

"کیدای شي اوس هم یو میلیون ملکي خلک هلته ژوند کوي او له همدې وجې د داعش د له منځه وړولو ترڅنگ مونږه ملکي خلکو ته د بشري مرستو د رسولو او د هغوی خونديتوب ته پاملرنه کوو چې له جگړې تښتي. دا د دواړو حکومتونو یو مهم لومړیتوب دی."

بشري مرستې

د موصل د عملیاتو له پیله وروسته شاوخوا ١٥٠٠ کډوال موصل ته څیرمه د دباغه کمپ ته رارسیدلي دي.

عراقی او کردي چارواکې د موصل د ښار په شاو خوا کې د کډوالو د ځای پر ځای کولو لپاره تیاری نیسي. د خضر په سیمه کې هم یو کیمپ جوړوي چې اټکل کیږي پنځه زره کورنۍ به ورته راشی.

د کمپ د پروژې مدیر پیزو میکائیل وايي"د اربیل چارواکو مونږ نه غوښتي چې په دې کمپ کې پنځه زره خیمې جوړې کړو. مونږ گمان کوو چې د موصل نه بې ځایه شوي خلک به دې سیمې ته مخه کړي. دا پروژه تقریباً بشپړه شوې ده چې خیمې، د اوبو او برق سیستم، او د خوراک او څښاک ترتیبات نیول شوې دي."

د موصل عملیات نړیوال مرستندیه سازمانونه دې اړ کړي چې د احتمالي بشري ناورین د رامنځ ته کیدو خبرداری ورکړي.

د موصل عملیات په تیرو پنځو کلونو کې چې د امریکا جنگي ځواکونه له عراق نه وتلي تر ټولو لوی او پیچلی عملیات بلل کیږی.

بل خوا داعش د خپل خبري اژانس اعماق له لارې پرون یوه ویډیو خبره کړې چې ویل کیږي د سې شنبې په شپه جوړه شوې چې جنگیالي یې د موصل په سړکونو باندې د گزمې په حال کې ښیي.

په دغه ویډیو کې د دې سخت دریځې ډلې یو جنگیالي امریکا ته په عراق کې ماتې خبرداری ورکوي.

داعش د عراق دویم لوی ښار موصل، د ٢٠١۴ میلادي کال په دوبي کې ونیو. دغه سخت دریځه ډله په تیر کال کې د یو لړ ماتو سره مخامخ شوه او موصل یې وروستی لوی سنگر دی.

XS
SM
MD
LG