د لاس رسي وړ اتصالات

د عراق ځواکمن سیاستوال مقتدا الصدر وايي سیاست پرېږدي


مقتدا الصدر
مقتدا الصدر

په عراق کې مقتدر شیعه سیاستوال مقتدا الصدر نن دوشنبه اګست ۲۹ (وږې اوومه) اعلان وکړ چې له سیاست څخه لاس اخلي.

ښاغلي الصدر په خپل ټویټر کې لیکلي دي: «ما پرېکړه کړې ده چې په سیاسي چارو کې به مداخله نکوم. له همدې کبله زه خپل حتمي تقاعد اعلانوم.»

له سیاست څخه د نوموړي د استعفا خبره داسې مهال مخې ته راځي چې په عراق کې له یوه کال راهېسې د سیاسي شخړو وروسته لا هم نوی حکومت نه دی جوړ شوی.

ښاغلي الصدر وویل چې له دغه اعلان وروسته به یې د ډلې ټولې څانګې وتړل شې خو د پلار مزار او د یاد څلی به یې، چې په ۱۹۹۹ کې ترور او ووژل شو، پرانستی وي.

نوموړي دوې ورځې مخکې وویل چې د سیاسي کشمکش د ختمولو لپاره باید د هغه ډلې او نورو ټولو ډلو ته په حکومت کې موقف او ځای ورکړل شي.

په عراق کې د تېرکال له انتخاباتو وروسته د سیاسي‌ ډلو ترمنځ اختلاف پیدا شوي چې لا هم دا هېواد نه حکومت لري، نه ولسمشر او نه هم صدراعظم. د فرانسې خبري اژانس وايي‌ چې سیاسي‌ ډلې د یو ایتلافي‌حکومت په جوړولو کې پاتې راغلي دي.

تر دې مخکې د الصدر پلویانو مظاهرې کړې وې او د پارلمان د ړنګولو غوښتنه یې کوله،‌ خو اوس وايي چې دا مهمه نه ده او په خبره یې تر ټولو مهمه دا ده چې ټولې سیاسي ډلې او څېرې، چې په ۲۰۰۳کال کې د امریکا له یرغل وروسته په سیاست کې دخیل دي، سیاسي‌ بهیر کې ګډون ونکړي.

هغه وویل چې خپله ډله به یې هم په کې نه وي ‌او چمتو دی چې په راتلونکو ۷۲ ساعتونو کې په دې اړه یو تړون هم لاسلیک کړي.

متقدا الصدر د صدام حسین د حکومت له نسکورېدو وروسته په عراق کې میلیونونه پلویان پیدا کړي او یو مهال یې د عراق د حکومت او امریکايي‌ ځواکونو په ضد یې د یوې ملېشې ډلې مشري‌هم کوله.

ده په عراق کې په مختلفو سیاسي موقفونو دندې هم اجرا کړي‌ دي.

XS
SM
MD
LG