د لاس رسي وړ اتصالات

د عراق جمهور رئیس نوی صدراعظم وټاکه


د عراق نوي ولسمشر فواد معصوم، په یوه تلویزیوني وینا کې حیدر العبادی ته دیرش ورځې وخت ورکړ چې نوی حکومت جوړ او پارلمان ته یې د تصویب لپاره وړاندې کړي.

د نوري المالکی له سختې ماتې څخه څو ساعته وروسته چې ځان یې د صدرات مقام ته برحقه کاندید اعلان کړی و او په لارو او کوڅو کې عسکر ځای پر ځای کړي و، د عراق د شیعه سیاسي گوندونو ستر ائیتلاف د دوشنبې په ورځ د صدراعظم مرستیال او د پارلمان رئیس د نوي حکومت د رهبرۍ لپاره د خپل کاندید په توگه اعلان کړ.

د عراق پخواني صدراعظم او د شیعه گوندونو د ائیتلاف مشر ابراهیم الجعفري د دوشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې د یاغیانو د مخ په زیاتیدونکو گواښونو په وړاندې د هیواد د یووالي په خاطر د عراق خلکو حیدر العبادي د المالکي د ځای ناستي په توگه وټاکه چې نوی حکومت جوړ کړي.

کردانو ته څوک وسلې ورکوي؟

دا په داسې حال کې دي چې د امریکایي مقاماتو په وینا د ولسمشر اوباما اداره په مستقیمه په عراق کې کردي ځواکونو ته د وسلې استول پیل کړي دي.

کردي ځواکونو په دې وروستیو کې د عراق په شمال کې د اسلامپالو وسله والو په وړاندې پرمختگونه ترلاسه کړي دي.

دمخه د امریکا حکومت په بغداد کې د عراق پر حکومت باندې د وسلو په خرڅولو ټینگار کاوه، خو کردي پشمرگه جنگیالیو په دې وروستیو کې د عراق په شمال کې ځنې سیمې بیرته اسلامپالو سخت دریځو ته بایللي دي.

دې مقاماتو نه دي ویلي چې د امریکا د حکومت کومې ادارې څه ډول وسله عراقي کردانو ته ورکړې ده. خو یو مقام ویلي دي چې د امریکا د دفاع وزارت په دې معامله کې ښکیل نه دی.

د امریکا د استخباراتو اداره سي آی ای د وسلو د ورکولو سابقه لري. عراقي کردانو ته په مستقیمه د وسلو ورکول په شمال کې د داعش د ډلې د پرمختگ په اړه د امریکا د اندیښنې کچه په ډاگه کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یو لوړپوړي مقام ویلي دي چې کري ځواکونه د مختلفو اړخونو څخه وسلې ترلاسه کوی.

له بلې خوا ولسمشر بارک اوباما په سیمه کې د امریکایي کارکوونکو د گټو د ساتلو په خاطر د داعیش د ډلې پر ضد د هوایي عملیاتو امر کړی دی.

د امریکا د دفاع وزیر چک هیگل چې په استرالیا کې یې د خبریالانو سره خبرې کولې وویل " د ټولو هغو رپوټونو له جملې څخه مو چې ترلاسه کړي، هوایي عملیاتو گټه کړې ده."

خو نوموړي د عراق سره د امریکا د متحده ایالتونو د مرستو په اړه او یا دا چې هغه مرستندویه پوځي ټیم چې اوس په بغداد کې دی عراقي ځواکونو ته به د فعالې مشورې ورکولو رول غوره کړي او که نه، له څه ویلو څخه ډډه وکړه.

خو باخوا اسوشیتیدپرس د جرمني د حکومت ویاند ستیفن سایبر له خولې لیکلي چې هیواد به یې د وسلو په اړوند د عراق د کردستان د جمهور مسعود برزاني غوښتنې ته مثبت ځواب ونه وایی.

ښاغلي سایبر په یو خبري کنفرانس کې وویل "لکه څنگه چې پوهیږئ د جرمني د حکومت د وسلو د صادراتو یوه پالیسي داده چې په هغو سیمو کې چې جگړه روانه وي هلته وسله نه لیږدول کیږي."

د جرمني د بهرنیو چارو د وزارت ویاند بیا ویلي دي چې جرمني کردانو ته پاملرنه چې د داعیش د ډلې تر گواښ لاندې دي بشردوستانه مرستو ته متمرکز کړې ده.

XS
SM
MD
LG