د لاس رسي وړ اتصالات

د عراق پلازمینه بیا ترهګریزو حملو لرزولې


د عراق پلازمینه بیا ترهګریزو حملو لرزولې
د عراق پلازمینه بیا ترهګریزو حملو لرزولې

د عراق مامورین وایي نن یوه ځان مرګه بم چوونکي په بغداد کی د کورنیو چارو د وزارت نه د باندی د موټر بم په چاودنه کې لږ ترلږه ۷ کسه ووژلي دي او د ۳۰ نه زیات کسان یې ټپیان کړي دي.

عراقي مامورین وایي دغه حمله کوونکي، خپل موټر بم نن سهار چې ډیره گڼه گوڼه وه ، د کورنیوچارو وزارت ته نژدی په امنیتی

پوستی وروستی او انتفجار یې ورکړ. دوی وایی په وژل شوو کسانو کی پنځه پولیسان هم شامل دي.

ددی حملې نه مخکي د پنجشنبې په ورځ په نورو حملو کې نږدې ٧٠ کسه ووژل شول او نږدې ٢٠٠ کسه زخمیان شول.

دغو حملو د عراق د حکومت د قابلیت او ځواکمنتیا په هکله چې په دې هیواد کې امنیت تامین کړي اندیښنې پیدا کړي دي. دا اندیښنې ځکه پیدا شوې چې د امریکا یی پوځیانو د وتلو د لړۍ د بشپړیدو نه وروسته سیاسي بحران پیدا شوی دی او د عراق حکومت هڅه کوي چې دا سیاسی بحران حل کړي.

د عراق لومړي وزیر نوري ال مالکي د ولسمشر د سنی مرستیال طارق هاشیمی د نیولو امرکړیدی . په هغه دا شک دی چې د قتلونو د ډلگی رهبري کوي. هاشمی دغه تورونه رد کړیدی اود بندی کیدو له ویري د شمالی عراق خود مختارۍ سیمې، د کردانوعلاقی ته تښتیدلی دی.

د عراق د سني اقلیت رهبرانو شکایت کړیدی چې په دې هیواد کې واک انحصار شو دی او شیعه اکثریت ته ورکړل شوی او سنیان په پریکړو کې دخیل نه دي.

د عراقیه په نوم سیاسي گوند، چې سنیان یی ملاتړ کوي د ښاغلی مالکي په ملي اتحادي حکومت کی پاتې دي ، خو د صدراعظم په اقداماتو باندی د احتاج لپاره په موقتي ډول د پارلمان په غونډو کې برخه نه اخلي.

XS
SM
MD
LG