د لاس رسي وړ اتصالات

پولیسو په عراق کې د ایراني پلوه ملیشو جګپوړی مشر نیولی


د حشد الشعبي د وسله والې ډلې پلویان
د حشد الشعبي د وسله والې ډلې پلویان

په عراق کې پولیسو نن چارشنبه مې ۲۶ (غبرګولي ۵) د حشد الشعبي د وسله والې ډلې یو جګپوړی قوماندان پدې تور نیولی چې د دیموکراسۍ د ملاتړي خوځښت د یو فعال د وژلو پلان یې ترتیب کړی و.

قاسم مصلح د انبار ولایت لپاره د حشد الشعبي د وسله والې ډلې عملیاتي مشر و. دا ایرانۍ پلوه وسله واله ډله ده.

د عراق یوې امنیتي سرچینې فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي، "د پولیسو استخباراتي څانګې په بغداد کې د لمر خاته نه وړاندې د انبار ولایت لپاره د حشد الشعبي د عملیاتو مشر ونیوه. هغه د مې په ۹مه د ایهاب الوزني او د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر په میاشت کې د یو بل فعال فهیم الطایي د وژلو امر ورکړی و."

الوزني چې د حکومت ضد مظاهرو کې یې برخه اخیستې وه، د دوه موټر سایکل سپرو لخوا د مې د میاشتې په ۹مه د کربلا په ښار کې د خپل کور په مخکې ووژل شو.

د هغه د وژل کیدو نه وروسته په ټول هیواد کې خلکو مظاهرې وکړلې او د هغو کسانو لخوا د وینې د تویدو بندیدل یې غوښتل چې د هغوي په ګومان حکومتي مصؤنیت لري.

الوزني تر وژل کیدو وړاندې کلونه کلونه په عراق کې په وسله والو ډلو او پدې هیواد کې د ایران په اثر او رسوخ انتقاد کاوه. د هغه مبارزه ددې سبب شوه چې د کربلا په ښار کې د حکومت ضد پراخې مظاهرې وشي. په کربلا کې ایراني پلوې ملیشې ډیر واک لري.

د ۲۰۱۹ کال راپدیخوا چې د حکومت ضد مظاهرې پیل شوي، شاوخوا ۷۰ فعالین یا وژل شوي، یا یې د وژل کیدو هڅه شوې او یا هم تښتول شویدي.

په عراق کې هیڅ یوې ډلې ددې کارونو د کولو ادعا نده کړې او حکومت هم پدې کې ناکام شوی چې په عامه د دې جرمونو مرتکبین خلکو ته ور وپيژني.

خو فعالین ددې جرمونو ملامتي په ایراني پلوو وسله والو ډلو اچوي او اندیښنه لري چې حکومتي ځواکونه پدې خبر دي چې دا کارونه څوک کوي خو د ایران د ویرې له کبله یې هغوي ندي نیولي.

امنیتي ځواکونو د قاسم مصلح تر نیول کیدو وروسته په بغداد کې تر ټولو خوندي (زرغونې سیمې) ته ننوتل بند کړي او پخپله حشد الشعبي په یوې اعلامیې کې ویلي چې قسام مصلح به څو ساعته وروسته خوشې شي.

XS
SM
MD
LG