د لاس رسي وړ اتصالات

په عراق کې بیا مظاهرې پیل شوي


په بغداد کې د مظاهرو یوه څنډه
په بغداد کې د مظاهرو یوه څنډه

په عراق کې د حکومت ضد مظاهرې د دریو اونیو ځنډ وروسته بیا پیل شوي او رپوټونه وایي چې پولیسو په بغداد کې د مظاهره کوونکو د خورولو لپاره هوایي ډزې کړي او اوښکې بهونکی گاز یې کارولی دی.

دغه مظاهرې چې د روانې میاشتې په پیل کې د بیکارۍ، اداري فساد او د دولتي خدماتو د کچې د ټیټوالي پر ضد پیل شوی وې،په تاوتریخوالې واوښتلې.

د حقیقت موندنې یو دولتي پلاوي د روانې اونۍ په پیل کې اعلان وکړ چې د پولیسو په ډزو کې ١۴٩ کسان وژل شوي او څه دپاسه ٣٠٠٠ اعتراض کوونکي ټپیان شوي دي. دغه رپوټ همداشان د اتو تنو امنیتي سرتیرو وژنه هم تائید کړې ده.

ددغو مظاهرو په بیا پیل کیدو سره د جمعې په ورځ اکتوبر ٢٥ د عراق امنیتي مقاماتو ژمنه وکړه چې د تاوتریخوالي مخنیوی به وکړي.

خو بیا هم وروسته له هغې چې په زرگونو اعتراض کوونکو د بغداد شین زون ته چې د امریکا د سفارت په گډون د عراق دولتي ودانۍ په کې موقعیت لري د ننوتلو هڅه وکړه پولیسو لومړی اوښکې بهونکی گاز استعمال کړ او وروسته یې د مظاهره کوونکو د خورولو لپاره هوایي ډزې وکړې.

امنیتي مقاماتو ویلي چې د مظاهرو په لومړیو شیبو کې یو مظاهره کوونکی وژل شوی او په لسگونو نور ټپیان شوي دي. زیات شمیر مظاهره کوونکي ځوانان دي چې د عراق د بیرغونو په لیږدولو سره د حکومت ضد شعارونه ورکوي.

د عراق صدراعظم د مظاهرې د بیا پیل کیدو په درشل کې په یوه وینا کې اعلان وکړ چې په راتلونکې اونۍ کې په په حکومت کې بدلونونه راشي او اصلاحات به رامنځ ته کړي.

هغه مظاهره کوونکو ته په خطاب کې وویل چې سوله ییزې مظاهرې د خلکو حق دی او د امنیتي ځواکونو نه یې وغوښتل چې د هغوی امنیت ونیسي.

له دې سره جوخت د عراق نفوذ لرنکي شیعه عالم آیت‌الله علي السیستاني له مظاهره کوونکو او امنیتي ځواکونو غوښتي چې د تاوتریخوالي نه ډډه وکړي.

XS
SM
MD
LG