د لاس رسي وړ اتصالات

د ګوانتانامو یو زنداني د جنګي جرمونو په کولو اعتراف وکړ

العراقي څه باندې ۱۵ کاله کیږي چې د ګوانتانامو په زندان کې بندي دی.
العراقي څه باندې ۱۵ کاله کیږي چې د ګوانتانامو په زندان کې بندي دی.

د ګوانتانامو په زندان کې یو عراقي چې څه باندې ۱۵ کاله کیږي پدې زندان کې بندي دی دوشنبه جون ۱۳ (غبرګولي۲۳) یې پرې لګول شوي جنګي جرمونه ومنل.

نظامي محکمې د عبدالهادي العراقي په نامه پدې عراقي تور لګولی و چې په افغانستان کې یې په امریکایي او ائتلافي ځواکونو او ملکي خلکو په هغو بریدونو کې لاس درلود چې د القاعده شبکې کړې.

د عبدالهادي العراقي محاکمه کیدل د څو کالونو راهیسې د حقوقي او لوژستیکي ستونزو له کبله ځنډیدلي و. د همدې ستونزو له کبله د ګوانتانامو په زندان کې د ګڼ شمیر نورو زندانیانو دوسې هم کلونه کلونه کیږي چې پداسې حال کې په ټپه ولاړې دي چې کوښښ کیږي دا زندان وتړل شي.

العراقي چې تقریباً ۶۰ کلن دی د ملا درد له کبله په یو اړخ فلج شوی.

دا زنداني چې خپل اصلي نوم نشوان التامر بولي په ۲۰۱۴ کال کې یوې ځانګړې کمیسیون چې د نظامي او ملکي قوانینو څخه کار اخلي، په جنګي جرمونو تورن کړ.

په هغه ټول ټال ۵ تورونه لګیدلي و خو ده یې په څلورو اعتراف کړی. هغه په افغانستان کې د القاعده د قوماندان په توګه جګړه کوله او د دسیسي، او نړیوالو قوانینو څخه په څو سرغړاونو تورن دی.

د دې جرمونو په خاطر العراقي عمري بندي کیده خو دا چې پخپلو جرمونو یې اعتراف کړی ښایي چې د ګوانتانامو په زندان کې د روغتیایي درملنې تر لاسه کولو وروسته دریم هیواد ته چې لا معلومه نده، ولیږدول شي.

متحده ایالات وایي چې عبدالهادي العراقي په افغانستان کې د ۱۹۹۰ د لسیزې راپدیخوا فعالیت درلود او په امریکا کې د سپټمبر د ۱۱ مې ترهګریزو بریدونو څخه وړاندې یې هلته د وسله والو د روزنې د کمپونو مشري کوله.

د نظامي محکمې په دوسیې کې پدې زنداني دا تور هم دی چې په ۲۰۰۱ کال کې یې د بامیانو د بتانو په ړنګولو کې د طالبانو سره مرسته کړې وه.

العراقي په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د یرغل څخه وروسته د القاعده د وسله والو د هغو بریدنو چارې سمبالولې چې په بهرنیو ځواکونو او ملکیانو کېدلې.

د متحده ایالاتو د جمهور رئیس جو بایډن اداره کوښښ کوي د ګوانتانامو په زندان کې د بندیانو شمیر په تدریجي توګه کم کړي او د العراقي قضیه د دې هلو ځلو لپاره مهمه بلل کیږي.

د ګوانتانامو په زندان کې اوس مهال یوازې ۳۷ تنه بندیان دي چې د لسو بندیانو قضیې یې لا هم دیته انتظار دي چې نظامي کمیسیون ته وړاندې شي.

XS
SM
MD
LG