د لاس رسي وړ اتصالات

د ډنمارک 'گوانتانامو' اروپا کې د مهاجرت او هویت موضوع توده کړې


د لینډهول جزیره چې محلي خلک يي ګوانتانامو بولي.
د لینډهول جزیره چې محلي خلک يي ګوانتانامو بولي.

د اروپايي اتحادیې اوسیدونکي په همدې اونۍ کې د اروپايي پارلمان دپاره خپل نوي استازي ټاکي.

پدې ټاکنو سره به کیدی شي په راتلونکو پنځه کالو کې د اروپايي اتحاديي وضعیت هم بدل شي. تراوسه په انتخاباتي مبارزو کې د مهاجرت او هویت موضوعات ترټولو زیات تاوده بحثونه دي.

د بیلګې په توګه، په ډنمارک کې محافظه کاره حکومت د مهاجرینو د مخنوي دریځ لري او د بهرنیو مجرمینو د محبس جوړولو تازه اقدام يي د ژورو اختلافاتو سبب شوی. د کوپنهاګن ښار په جنوب کې، د بالتیک سمندر په لمنو کې وړې او آرامه جزیرې، ورودي لارې بلل کیږي.

دا د کوپنهاګن په جنوب کې د فئکس لیج بلید جزیره ساحلي څڼډه ده.
دا د کوپنهاګن په جنوب کې د فئکس لیج بلید جزیره ساحلي څڼډه ده.

د ساحل په دوه کیلومترۍ کې د لینډهول په نوم یوه وړه جزیره ده چې محلي خلک يي د ګوانتانامو زندان بولي. دا جزیره د نژدې سلو بهرنیو مجرمینو د راتلونکي محبس په نوم جوړ شوی - خو سخت محلي مخالفت ورسره کیږي. د سیمې یو اوسیدونکی نوډ بونډیسین وایي "دا په ټوله نړۍ کې د ډنمارک د حیثیت دپاره بدنامي ده."

د لینډهول جزیره په ۱۹۲۰کلونو کې د علمي تحقیقاتو دپاره وقف شوه او د هماغه وخته ترننه تقریبآ د پامه غورځیدلې وه. خو اوس د ډنمارک حکومت غواړي په درې کلونو کې پدې جزیرې تر سلو میلیونو زیات ډالر مصرف کړي او په یو فعال محبس يي بدل کړي.

په نوي محبس کې به هغه بهرنیان ساتي چې د لویو جرمونو په وجه يي د بند مودې تیرې کړي وي. ډنمارک دا خلک د قانوني او نورو دلایلو په وجهې د خپل هیواده ایستلی نشي. همدې کار محلي خلک انديښمن کړي هم دي. د دی وړو جزیرو یو محلي سوداګر یوشیم بریخ هنسین وایي هم په حکومت انتقاد کوي او وایي "حکومت د هغو کسانو دپاره څه پلان لري چې ماښام کې بیرته په کشتۍ کې خپل ځای ته نه ستنیږي؟"

د هنسین په باور سیمه ایز خلک له همدې امله ډیر اندیښمن دي او دا اقدام به يي آرامه سیمه ډیره خرابه کړي. د بشري حقونو ډلې وایي د ازدیو محدودیت به د اروپايي قوانینو سرغړونه وي. خو د ډنمارک د مهاجرینو د چارو وزیر ددی پلان دفاع کوي او تازه يي په فسبوک لیکلي چې - ډنمارک دا خلک نه غواړي او باید پدې پوه شي.

د وردنګبورګ ښاروال مایکل سمیت وایي حکومت پدې "د مهاجرت ددی قضیې په ارتباط ډیر خلک خبر شوو او پدې متیقین شوو چې دا موضوع مونږ په ډنمارک کې پخپله نشو حل کولې. مونږ باید د اروپايي اتحادیې او نورو هیوادونو سره په همکارۍ د مهاجرت دا ډول قضیې حل کړو."

د لینډهول جزیره
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:06 0:00

په ډنمارک کې، لکه د ټولې اروپايي اتحادیې په شان، د مهاجرت او هویت مشخص کولو مسایل د هغو رایه ورکوونکو په ذهن کې ډیر مطرح دي چې اوس د اروپا راتلونکې ټاکي.

XS
SM
MD
LG