د لاس رسي وړ اتصالات

د ګوانتانامو پخواني بندي طالبان د سولې مذاکره کوي


د 'قطر انسایډر' ورځپاڼې دا عکس خپور کړې چې پنځه پخواني طالبان او امریکايي عسکر بؤ برګدال پکې دي.
د 'قطر انسایډر' ورځپاڼې دا عکس خپور کړې چې پنځه پخواني طالبان او امریکايي عسکر بؤ برګدال پکې دي.

د طالبانو یو ویاند وایي د هغوئ د ډلې دا پنځه غړي چې د یو نیول شوي امریکايي عسکر بؤ برګدال په بدل کې د ګوانتانامو له زندنه خوشی شوي وو، اوس په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر سره یوځای شوو.

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر
په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د اسوشیتیدپرس خبري اژانس ته ویلي چې دوئ به اوس د نورو هغو طالبانو سره یوځای شي چې په افغانستان کې د سولې دپاره مذاکرات کوي.

دا پنځه کسان په ۲۰۱۵ کال کې د یو جوړجاړي له مخې د ګوانتانامو له زندانه خوشی شوو. امریکايي عسکر برګدال چې د خپلې قرارګاه نه په خپل سر وتلی و او د ۲۰۰۹ کال راهیسې د طالبانو سره بندي و، تیرکال د یوې محکمې په حکم په ملامت ډول خوشی شو، خو د ورکیدو او اصولي سرغړونې له امله زر ډالره جریمه شو.

د طالبانو یو پخوانی دیپلومات حکیم مجاهد وایي، دا پنځه طالبان به چې یو پکې د اردو پخوانی رئیس هم دی، د سولې هڅې به ګړندۍ او مخکې یوسي.

افغانستان ته په خپل وروستي سفر کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د سولې پر عالي شورا او طالبانو غږ کړی و چې د مذاکراتو ټیمونه لا پراخ کړي.

بلخوا د سولې د عالي شورا یو غړي محمد اسماعیل قاسمیار اسوشیتیدپرس ته ویلي چې واشنګټن باید له طالبانو سره یوازې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې د مخامخ خبرو زمینه مساعده کړي، نه دا چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د سولې د خبرو ټول مسولیت واخلي.

XS
SM
MD
LG