د لاس رسي وړ اتصالات

عراقي مظاهره کونکو په نجف کې د ایران کونسلگرۍ ته اور اچولی


پولیس وایي چې د برید په وخت کونسلگرۍ کې څوک موجود نه و
پولیس وایي چې د برید په وخت کونسلگرۍ کې څوک موجود نه و

عراقي مظاهره کونکو په نجف کې د ایران په کونسلگرۍ برید کړیدی او اور یې ورته اچولی دی.

پولیس او عیني شاهدان وایي دي چې پاریدلو مظاهره کونکو په نجف کې د ایران کونسلگرۍ ته اور اچولی دی.

رویټرز لیکي چې د پیښې نه مخکې د کونسلگرۍ کارکونکي وتلي و. عراقي چارواکو د پیښې نه سمدستي وروسته ګرځبندیز لگولی دی.

لا معلومه نه ده چې پر سفارت د مظاهره کوونکو په برید کې څومره مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.

په عراق کې له څو اونیو راهېسې مظاهرې روانې دي. مظاهره کوونکي د کار د نشتوالي، صحي او نورو خدمتونو د کموالي او نشتوالي پر ضد مظاهرې کوي.

دوی د عراق حکومت په فساد کې ککړ بولي د لومړي وزیر د لېرې کېدو غوښتنه هم کوي. په دغو مظاهرو کې د تاوتریخوالي له کبله سلګونه کسان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG