د لاس رسي وړ اتصالات

د داعش د خلافت د ماشومانو نامعلومه راتلونکې


ملگرو ملتونو له عراقي مقاماتو غوښتي چې د اسلامي دولت تر کنترول لاندې سیمو کې زیږیدلو ماشومانو ته تذکرې ورکړي
ملگرو ملتونو له عراقي مقاماتو غوښتي چې د اسلامي دولت تر کنترول لاندې سیمو کې زیږیدلو ماشومانو ته تذکرې ورکړي

په عراق کې د اسلامي دولت د ډلې د مشر ابوبکر البغدادي په خلافت کې زیږیدلي ماشومان ښایي د بې وطنۍ له برخلیک سره مخامخ شي.

په ٢٠١۴ کې د عراق او سوریې د پراخو سیمو له نیولو وروسته داعش د خپل تعبیر له مخې سخت دریځه اسلامي قوانین وضع او د خپل دولت مالیاتي سیستم او مقرارات یې جوړ کړل.

خو له یوې خوا اوس د اسلامي دولت دغه سیستم د عراق د پوځي کمپاین په وجه د ناکامیدو په حال کې دی او له بلې خوا د داعش ضد عملیاتو هغه ولسي خلک هم د نامعلوم سرنوښت سره مخامخ کړي چې د هغوی له واکمنۍ څخه تښتي.

هغه ماشومان چې د اسلامي دولت د ډلې تر کنترول لاندې سیمو کې زیږیدلي، یواځې د داعش له مقاماتو سره راجستر شوي او د هغوی له واکمنۍ بهر دغه اسناد نه منل کیږي. په دې توگه په منځني ختیځ کې د هغو بې وطنه ماشومانو شمیر په زیاتیدو دی چې د هیڅ هیواد تبعه نه گڼل کیږي.

د رویترز اژانس لیکي چې بې وطنه ماشومان د ابتدایي حقونو لکه د زده کړو او روغتیایي خدمتونو څخه محرومیږي او ډیر امکان لري چې هغوی په ځوانۍ کې بې کاره پاته شي. د ملگرو ملتونو په وینا کیدای شي چې دغه ماشومان د بشري قاچاق او سؤ استفادې ښکار هم شي.

د عراق په گاونډي هیواد سوریه کې هم پنځه کلنې کورنۍ جگړې چې شاوخوا لس میلیونه خلک یې بې وطنه کړل، زیات شمیر هغه ماشومان له گواښ سره مخامخ کړي چې د سوریې د حکومت له کنترول بهر سیمو کې او یا هم د پولې اخوا د مهاجرو په کمپونو کې اوسیږي.

سارا په ٢٠١۴ کې هغه وخت په موصل ښار کې زیږیدلې چې په عراق کې د اسلامي دولت ډلې یرغل پیل کړ. دوه کاله وروسته څو ورځې مخکې له هغې چې د سارا کورنۍ د موصل له جنوب څخه د دیباگا کمپ ته وتښتي، د هغې ورور علي وزیږید. ددغو ماشومانو پلار محمد، وایي ماشومان یې د اسلامي دولت د ډلې سره نه دي ثبت کړي. ​

یو شمیر نورو بیا خپلو اولادونو ته د اسلامي دولت تذکرې اخیستې دي. د عراق د حکومت یو مقام چې د تابعت اړوند چارې پرمخ بیایي وایي هغوی چې اولادونه یې نه دي راجستر شوي، کولای شي د روغتیا وزارت ته مراجعه وکړي چې د ماشومانو زیږیدنې یې ثبت شي.

د غچ اخیستلو ویره

یو شمیر نور بیا وایي دوی خپلو ماشومانو ته د اسلامي دولت تذکرې اخیستې وې، خو هغه یې هغه وخت څیرې کړي چې عراقي ځواکونو د داعش جنگیالي د دوی له سیمو وایستل. دوی وایي دا کار یې له دې ویرې کړی چې حکومت دوی د داعش سره په همکارۍ گرم نه کړي.

د موصل ښار اوسیونکي علي د رویترز اژانس ته ویلي دي چې خپلې ١٩ میاشتنۍ لور ته یې چې د مغزي اختلال سره مخامخ ده، د یو گاونډي په مرسته چې په روغتون کې یې کار کاوه د عراق دولتي تذکره اخیستې، خو د داعش له ویرې یې پټه ساتلې ده. هغه وایي ډاکتر ورته ویلي وو چې څوک خبر نشي که نه نو دواړه به ووژني.

د ملگرو ملتونو د گډوالو عالي کمیشنري له عراقي مقاماتو غوښتي چې د اسلامي دولت تر کنترول لاندې سیمو کې زیږیدلو ماشومانو ته تذکرې ورکړي.

د دیباگا د مهاجرو د کمپ مدیر احمد عبدو وایي دوی د ملگرو ملتونو، د یوې سویډنې موسسې او د عراق د حکومت سره په گډه په دې کار کوي چې دغه ستونزه حل کړي او تر اوسه ملگرو ملتونو د ١٧٥ قضیو په قانوني حل کې مرسته کړې ده.

خو د ملگرو ملتونو د گډوالو موسسې ویاند وایي نژدې یو نیم میلیون کسان لا هم په موصل کې د داعش تر واکمنۍ لاندې ژوند کوي.

د عراق لپاره د بشري حقونو د څار سازمان یوه څیړونکې بلقیس ویلي، وایي عراقي مقامات د نړیوال قانون له مخې مکلف دي چې د دوی په خاوره کې زیږیدلو ټولو بې وطنه وگړو ته تذکرې ورکړي.

هغه وایي "دوی باید دغه کار ته لومړیتوب ورکړي چې دغه کورنۍ په ټولنه کې مدغم شي او څومره ژر چې ممکن وي د دوی ماشومان زده کړو او نورو ښیگړو ته لار پیدا کړي".

XS
SM
MD
LG