د لاس رسي وړ اتصالات

د ژغورنې نړیوالې کمیټي افغانستان کې د خوارځواکۍ په زیاتېدو اندیښنه ښودلې


یو سوء تغذي‌افغان ماشوم
یو سوء تغذي‌افغان ماشوم

د ژغورنې نړیوالې کمیټې (آی ار سي) په افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د شمېر په زیاتوالي‌ اندېښنه ښودلې ده.

دغې ادارې په یوې اعلامیې کې چې د سه شنبې په ورځ جنوري ۱۱ (مرغومې۲۱) په کابل کې خپره شوې، ویلي دي چې په یوه میاشت کې د خوارځواکه ماشومانو شمېر شاوخوا ۳۰ سلنه زیات شوی دی.

دغې ادارې ویلي دي‌ چې د تېر ۲۰۲۱ د نومبر او ډسمبر ترمنځ په خوست ولایت کې د خطرناکې خوارځواکۍ کچه ۳۴ ځلې او د هرات په ولایت کې دوه ځلې زیاته شوې ده.

په همدې حال کې د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د چمتوکولو د چارو معین ډاکټر عبدالباري عمرنن په کابل کې یوې غونډې تهوویل اوس مهال په افغانستان کې د پنځوکلنو څخه د ښکته عمر په خوارځواکۍ د اخته شویو ماشومانو شمیر تر دریومیلیونزیات دی.

ډاکټر عمر وویل:"مونږ فعلآ ۳.۲ میلیونه هغه کوچني ماشومان، چې عمرونه یې د پنځه کلنوڅخه کم دي هغه د خوارځواکۍ یا سوء تغذي سره لاس او ګریوان دي. په دې برخه کې یو مهم علت دادی چې زمونږ په ټولنه کې یو بد رواج دی چې مور خپل ماشوم ته پوره شیدې نه ورکوي."

آی ارسي ویلي چې د افغانستان بانک د شتمنیو د کنګل کیدو له امله په بازار کې د نغدو پېسو کموالی لیدل کیږي او ورسره سوداګر په دې نه دي توانیدلي چې خپلو کارکوونکو ته معاشونه ورکړياو کورنۍ هم نشي کولای چې خوراکي توکي ترلاسه کړي.

دغې کمیټې اټکل کړی چې تر راتلونکو شپږ نورو میاشتوپورېبه ۳۸ میلیونه افغانان د لوږې د کرښې لاندې ژوند کولو ته اړ شي، چې د دغه شمیر نههمیلیونه یې د قحطۍ ورته حالت د ګواښ سره مخ دي.د دغې حالت اکثریت قربانیان د ډېرو په باور ماشومان دي.

آی ار سي ویلي چې افغانستان کې د خوراکي توکو بیې هم د لسو او ۲۰فیصدو ترمنځ د تیرو پنځه کلنو پرتله لوړې شوې دي. دا کمیټه وايي د تیر ۲۰۲۱ میلادي کال د دسمبر په میاشت کې د غنمو، اوړواو تیلو بیې د همدېکال د جون د میاشتې پرتله پنځوس فیصده لوړې شوې دي.

څه موده مخکې ملګرو ملتونو اندېښنه ښودلې وه چې ښايي په سوء تغذي د اخته افغان ماشومانو شمېر نور هم زیات شي.

XS
SM
MD
LG