په ایرلنډ کې د کوربه هېواد او افغانستان ترمنځ د پنځو شل اوریزو سیالیو لړۍ د ایرلنډ په بري پای ته ورسېدله.
ایرلنډ د چهارشنبې په ورځ اګست ۱۷ (زمری۲۶) په پنځمه لوبه کې افغانستان ته په ماتې ورکولو سره دا لړۍ ۳-۲ وګټله.
په وروستۍ لوبه کې ایرلنډ پچه وګټله او افغانستان ته یې د منډو بلنه ورکړه، افغانستان په ۱۵ اورونو کې ۹۵ منډې وکړې خو د باران له کبله لوبه وځنډول شوه.
د لوبڅارانو د پرېکړې په اساس لوبه اووه اورونو ته کمه شه او ایرلنډ ته په اوو اورونو کې د ۵۶ منډو هدف وټاکل شو.
ایرلنډ د دریو لوبغاړو په مټ په وروستي اور کې دا هدف پوره او لوبه یې وګټله.
د دغې لړۍ درېمه او څلورمه لوبې افغانستان ګټلې وې.
افغان لوبډله به اوس متحدو عربو اماراتو ته ځي چې د اسیا کپ په سیالیو کې برخه واخلي. دا سیالۍ د اګست په وروستیو کې پیلېږي.