د لاس رسي وړ اتصالات

د ایرما توپان د کارابین یو ټاپو په بشپړه توګه ویجاړ کړ


په باربیوډا کې چارواکي وایي چې ۹۵ په سلو کې کورونه تبا شوي او د ټاپو نه ټول خلک وتلي دي
په باربیوډا کې چارواکي وایي چې ۹۵ په سلو کې کورونه تبا شوي او د ټاپو نه ټول خلک وتلي دي

د ایرما توپان چې شدت یې ممکن تر پنځو درجو پورې ورسیږي، د باربیوډا ټاپو په بشپړه توګه تبا کړې، تر اوسه یې څلور تنه وژلي دي.

د باربیوډا صدراعظم ګاسټن بروان د رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې پدې ټاپو کې تقریباً ټول کورونه ویجاړ شوي او د ټاپو ټول ۱۷ سوه اوسیدونکي نورو سیمو ته کډه شویدي.

د هوا پیژندنې د ادارو مسؤلین وایي چې دومره شدید توپان د اتلانتیک په بحر کې پدې تیرو سلو کالونو کې ندی راغلی.

د ایرما په توپان کې د باد شدت په ساعت کې ۳ سوه کیلو متره و. دغه توپان ښایي د همدې روانې اونې د شنبې یا یکشنبې په ورځو کې د امریکا فلوریډا ایالت ته راورسیږي.

دا به په روانې میاشتې کې دویم غټ توپان وي چې متحده ایالات ځپي.

د هوا پیژندنې د ادارو مامورین وایي چې ښایي د ایرما د توپان شدت کله چې د فلوریډا ایالت ته رارسیږي، څلور درجې وي.

XS
SM
MD
LG