په لندن کې میشت د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان نن د مارچ ۳۱ (وري ۱۲) وویل چې د داعش اورپکو د دغه هېواد د ختیځ په یوه دښته کې د یو کمین په ترڅ کې د یو افسر په ګډون اته سوري سرتیري وژلي دي.
د بشري حقونو د څار دغې ډلې ویلي چې د سوریې د رژیم دغه پوځیان د دیرالزور ښار ته پر لاره وو، چې په نښه شول. خو دې ډلې دا نه دي ویلي چې دا پوځيان په دقیقه توګه څنګه وژل شوي دي.
په روانه اوونۍ کې داعش وسله والو د حمص په ولایت کې د یو کمین په ترڅ کې شپږ سوري پوځیان ونیول او بیا یې ووژل.
داعش په ۲۰۱۴ کال کې د عراق او سوریې په ځینو برخو کې خپل خلافت اعلان کړ او په سیمه کې یې ترهګري پیل کړه.
داعش په ۲۰۱۹ کې په سوریه کې ماتې وخوړه، خو پاتې شونې یې د دمشق او د عراق پولې ته څیرمه دښتو کې وژونکو بریدونو ته دوام ورکړی، چې ډیری یې د سوریې حکومت او کرد جنګیالیو ته وفادار ځواکونه په نښه کوي.
داعش د روان کال له پیل څځه تر اوسه د سوریې د ولسمشر بشارالاسد د حکومت تر ۲۰۰ ډېر پوځیان او جنګیالي وژلي دي.
په همدې موده کې داعش وسله والو لږ تر لږه ۳۷ ولسي وګړي وژلي دي او دمشق وايي چې ۲۴ مخالف وسله وال یې هم وژلي دي.
د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې ویلي، لږ تر لږه ۱۱ ملکي وګړي تېره اوونۍ د وسله والو له خوا هغه مهال ووژل شول، چې د هېواد په شمال کې په یوه دښته کې د یو ډول مرخیړیو (سمارق) په راټولولو بوخت وو.
هر کال د فبرورۍ او اپرېل د مياشتو تر منځ په سلهاو ملکيان خپل ژوند په خطر کې اچوي او ددې ډول مرخیړیو د راټولولو لپاره دښتو ته ځي.
ملګرو ملتونو د جنورۍ په میاشت کې رپوټ ورکړ چې د داعش ډلې په عراق او سوریې د ۳۰۰۰ او ۵۰۰۰ ترمنځ جنګیالي لري.
اړوند
ډیر لوستل شوي
۱
فورم \ دبحث خونه