د لاس رسي وړ اتصالات

د سوريې په ۱۳ کلنه جګړه کې تر ۵۰۰زره زيات کسان وژل شوي


عکس - ارشیف
عکس - ارشیف

د سوریې د جګړې د دیارلسمې کلیزې په درشل کې، په بریتانیا کې میشت د سوریې د بشري حقونو د څار ډله وايي چې د سوریې په جګړه کې تر ۵۰۰ زره زیات کسان وژل شوي دي.

د بشري حقونو د څار دغه ډله زیاتوي، چې د دغې جګړې تر ۱۶۴ زره ډېر قربانیان ملکي وګړي او په ځانګړي‌ توګه ماشومان او ښځې دي. دې جګړې په میلیونونو سوري وګړي هم بې ځایه کړي دي.

په سوریه کې کورنۍ جګړه د ۲۰۱۱ کال د مارچ په ۱۵مه د سوریې د ولسمشر بشارالاسد د حکومت له خوا د خلکو د پاڅون له ځپلو په نتیجه کې پیل شوه.

د بشري حقونو د څار ډله په یو راپور کې چې په سوریه کې له یو شمېر سرچینو څخه د ترلاسه شویو معلوماتو پر بنسټ چمتو شوی، وایي، چې په دغو وژل شویو کسانو کې له ۳۴۳زرو څخه زیات جنګیالي شامل دي چې په هغو کې د سوریې د پوځ سرتېري، د ایران پلوه ډلو جنګیالي، د کردانو تر مشرۍ لاندې ځواکونه او د داعش سخت دریځه شامل دي.

د سوریې ولسمشر بشارالاسد د خپلو متحدینو ایران او روسیې په مرسته وتوانید چې د دغې جګړې په پیل کې له لاسه وتلې سیمې بېرته ترلاسه کړي، خو د سوریې د شمال ځینې برخې لا هم د حکومت تر کنټرول لاندې نه دي.

بلخوا ملګرو ملتونو ویلي چې سږ کال په سوریه کې له ۱۶ میلیونو څخه زیات خلک یو ډول بشري مرستو یا ملاتړ ته اړتیا لري، چې "په ۲۰۱۱ کال کې د کړکیچ له پیل راهیسې تر ټولو لوړه شمېره ده."

همدارنګه جګړې نه یوازې د سوریې اقتصاد، زیربناوې او صنعتي سکټور هم ویجاړ کړی، بلکې د لویدیځ بندیزونو د دغه هېواد ستونزې نورې هم زیاتې کړي دي. د ملګرو ملتونو په وینا، دغه سازمان هڅه کوي چې په سوریه کې خلکو ته "لږترلږه لومړني خدمات لکه د څښاک پاکې اوبه او روغتیايې خدماتو" ته دوام ورکړي.

له بلې خوا په سوریه کې د کړکیچ د پای ته رسولو لپاره د یوه سیاسي بهیر په لور د ملګرو ملتونو هڅې له خنډ سره مخامخ شوې دي.

د سوریې په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ګیر پیډرسن تېره میاشت ویلي وو چې دمشق او د هغه سر سخته متحد مسکو، په ژنیو کې د خبرو اترو ترسره کېدل رد کړي دي.

همداراز سوریې له ۱۲ کلن ځنډ وروسته د روان کال د مې پر اوومه نېټه، بیرته د عرب لیګ غړیتوب ترلاسه کړ. په په عرب لیګ کې د سوریې غړیتوب له دې امله ځنډول شوې و چې ولسمشر بشار الاسد د خپل حکومت پر وړاندې لویې مظاهرې په ډېر تاوتریخوالي سره وځپل.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG