د لاس رسي وړ اتصالات

په اچین کې ډرون د داعش ٢١ وسله وال ووژل


د سیمې اوسیدونکو امریکا غږ ته ویلي دي چې د بریدونو غږونه یې اوریدلي، خو د مرګ ژوبلې په اړه مالومات نه لري
د سیمې اوسیدونکو امریکا غږ ته ویلي دي چې د بریدونو غږونه یې اوریدلي، خو د مرګ ژوبلې په اړه مالومات نه لري

سیمه ییز چارواکي وایي د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د ‌‌‌‌‌‌ډرون بریدونو لږ تر لږ د داعش ٢١ وسله وال وژلي او ګڼ شمیر نور یې ټپیان کړي دي.

د اچین ولسوال غالب مجاهد د امریکا غږ آشنا رادیو ته وویل چې لومړی برید نن د جمعې په ورځ غرمه په دولسو بجو د مامند په سیمه کې شوی دی.

د هغه په وینا په دغه برید کې د قوماندان عمر په گډون د داعش ډلې اته وسله وال وژل شوي دي.

د سیمې اوسیدونکو امریکا غږ ته ویلي دي چې د بریدونو غږونه یې اوریدلي، خو د مرګ ژوبلې په اړه مالومات نه لري.

ښاغلي مجاهد وایي قوماندان عمر په سیمه کې د داعش د ‌‌‌‌‌‌ډلې یو مهم قوماندان و چې په ګڼو مرګونو بریدونو کې یې لاس درلود.

ولسوال وایي دوه نور بریدونه د جمعې په مازدیگر مهال د باندر په یوه غرنۍ سیمه کې شوي چې د داعش ١٣ تنه غړي په کې وژل شوي دي.

تر اوسه د داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې ددغو پېښو په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG