د لاس رسي وړ اتصالات

د آی ایس آی نوی مشر وپیژنئ


د پاکستان د استخباراتي ادارې یعني آی ایس آیس نوی مشر جنرال فیض حمید د دغه ادارې یو د مهمو مشرانو سخه دی.

د جنرال حمید نوم په ٢٠١٧ کال کې هغه وخت په خبرونو کې زیات خپور شو چې هغه په اسلام اباد کې د یوې سختدریځې اسلامي ډلې تحریک لبیک پاکستان سره یوه موافقه لاسلیک کړه. دغه ډلې د هغه وخت په حکومت د مذهب د توهین تور لگولی و او غوښتنه یې کړي وه چې حکومت دې استعفي ورکړي.

د دغې موافقې په بدل کې د پاکستان د قانون پخوانی وزیر زاهد حامد استعفی ورکړه او دغې ډلې خپل احتجاج ختم کړ. د پاکستان د حکومت او د تحریک لبیک ترمنځ د موافقې د لاسلیک کولو له کبله په جنرال حمید نیوکې هم وشوې.

په پاکستان کې د دفاعي چارو مبصر جنرال امجد شعیب وایي چې په جنرال حمید پرته د کومو عواملو نیوکې کیږي. هغه امریکا غږ ته وویل:

"جنرال فیض حمید د هغه وخت د حکومت په وینا د تحریک لبیک سره موافقه لاسلیک کړي وه. تحریک لبیک د حکومت سره خبرې نه کولی ځکه د آی ایس آی یو جنرال د هغوي سره خبرې وکړې."

د یادونې وړ ده چې د پوځ لخوا د تحریک لبیک سره په موافقې سترې محکمې هم اعتراضونه کړي و او د پوځ نه یې پوښتي و چې هغوي څنگه د احتجاج کونکو سره موافقه کړیده.

د پاکستان د سترې محکمې دوو قاضیانو فایز عیسی او مشیر عالم پوځ ته امر وکړ چې د هغو پوځیانو ضد دې اقدامات وکړي چې د خپلې لوړې نه یې سرغړونه کړېده او په سیاست کې یې لاسوهنه کړي.

د دفاعي چارو کارپوه امجد شعیب وایي چې د سترې محکمې دغه پریکړه ناسمه وه ځکه هغوي د جنرال فیض حمید د بیان د اوریدو پرته د هغه خلاف فیصله وکړ.

د یادونې وړ ده چې پاکستان د قاضي فایز عیسی ضد قضیه پیل کړیده او په هغه یې تور لگولی دی چې قاضی فایز عیسی د ملک نه د باندې شتمنۍ لري چې د هغې یې په اړه په حکومت نه دي خبر کړی.

په پاکستان کې د سیاسي چارو مبصر وجاهت مسعود وایي چې جنرال حمید ته د آی ایس آی مشري ورکول د پاکستان سترې محکمې ته یو پیغام دی.

وجاهت مسعودي وایي چې ځینې قدرتمند عناصر د جنرال حمید ضد پریکړې ناراضه کړي و.

په پاکستان کې د آی ایس آی د نوي مشر په اړه دا ویل کیږي چې پوځ غواړي خپل کنټرول لا پراخه کړي.

XS
SM
MD
LG