د لاس رسي وړ اتصالات

اچین کې د داعش تر نفوذ لاندې سیمو کې ناروغۍ زیاتې شوي

په ننګرهار کې چارواکي وایي د اچین په ولسوالۍ کې، چې داعش جګړه ماران په کې دي، جلدي او نورې ناروغې پیدا او زیاتې شوي دي.

چارواکي وايي د دغو ناروغیو علت تر ډېره په سیمه کې د داعش او نورو اورپکو پر ضد او د اورپکو لخوا د چاودیدونکو توکیو او وسلو استعمالول او روان جنګ دي.

په همدغې سیمې کې امریکايي ځواکونود داعش پر مرکزونو او څمڅو د بمونو د مور په نامه یو لوی بمب هم وغورځوه، چې هغه وخت یو شمېر خلکو انتقاد کاوه چې دا شاید دا بمب چاپېریال خراب کړي.

مګر هغه وخت د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویلي وو چې د دغه بمب د استعمال له کبله د روانې او نورو ناروغیو کوم خطر نشته.

په اچین کې د شډل کلینیک آمر ډاکټر محمد داود امریکا غږ اشنا ته وویل چې په دې وروستیو کې د ورځې د ۱۲۰ او ۱۵۰ ترمنځ ناروغان چې ډېر یې جلدي او روانې رنځونه لري، کلینک ته یې ورځي.

هغه وویل چې د ډېرو دا ډول ناروغیو علت د بمونو او نورو وسلو استعمال دی چې فضا یې ککړه کړې ده. ده وویل چې له همدې کبله یو شمېر نور خلک د سترګو په ناروغۍ اخته شوي دي.

نوموړي همدغه راز اندېښنه وښودله چې د سیمې یو شمېر خلک په رواني ناروغۍ هم اخته شوي او په خبره یې دا ډول مریضان مخ په زیاتېدو دي، هغه د دقیق ارقام ورنکړل چې څومره کسان له دې کبله رنځوران شوي.

د اچین ولسوال محمد اسماعیل امریکا غږ اشنا ته وویل له داعش څخه یو شمېر پاکې شوې سیمې د ژوند لپاره مناسبې دي خو ډېرې نورې سیمې بیا نه دي، هغه وویل روانو جنګونو چاپېریال ککړ کړی دی.

داعش له شاوخوا دوو کلونو راهېسې د ننګرهار په ځینو سیمو کې فعاله دی، په دې وروستیو کې یې تورې بوړې ته هم ځانونه نژدې کړې وو، خو افغان ځواکونو وشړل.

This item is part of
XS
SM
MD
LG