د لاس رسي وړ اتصالات

جوزجان کې د داعش ډلې له لوري پر ښځو د جنسي تېري ادعاوې


دافغانستان د دفاع وزارت وايي چې داعش په ځینو نورو برخو کې هم پر ځینو مېرمنو یې جنسي تېري کړي
دافغانستان د دفاع وزارت وايي چې داعش په ځینو نورو برخو کې هم پر ځینو مېرمنو یې جنسي تېري کړي

د افغانستان په شمال کې ځينې افغان مېرمنې ادعا کوي چې داعش جګړه مارانو پرې جنسي تېري کړي دي.

د افغانستان په شمال کې یوه مېرمن دعوه کوي چې د داعش جګړه مارانو یو سیمه اییز قومندان پرې جنسي تېری کړی دی.

د جوزجان ولایت د درزاب ولسوالۍ دوې اوسېدونکې ادعا کوي چې د داعش ډلې جګړه مارانو یې پر هغوي او یا يې د کورنۍ پر غړې جنسي تېر کړی دی.

د دغې ولسوالۍ یوې اوسېدونکې "ظریفه" رویټرز اژانس ته خپله کیسه کړې ده. وايي د داعش جګړه ماران یې پر کلي ورننوتل او له هغوی يې پېسې وغوښتلې. ظریفه وايي " ما ورته وویل چې پېسې نلرم او چې پیدا مې کړې، درکوم یې. خو د هغوی ( داعش) یو قومندان راته وویل چې مېړه دې پرېږده او زموږ له یو کس سره واده وکړه. "

ظریفه وايي " ما د هغوی دا غوښتنه ونه منله. هغوی زما ماشومان په بلې کوټې کې واچول او ماته یې وویل که ورسره ولاړه نشم ما به ووژني او کور به مې راڅخه واخلي. له دې وروسته یې چې هر څه له لاسه وشول، پر ما یې وکړل. "

په افغانستان کې له څه باندې ۳۰ کلونو راهېسې جنګونه روان دي، په کورنیو جنګونو کې هم ډېر خلک ووژل شول، د بشري حقونو سازمانونه وايي چې د جنسي تېریو ډېرې پېښې هم شوي دي.

خو د ډېرو په باور د داعش ډلې " ظلمونه، پر ماینونو د خلکو کینول او الوځول او وژل پر ښځو جنسي تېري کول او یا یې په زوره واده کول" د خپل ډول تازه پېښې بلل کیږي او تر دې مخکې په دې اړه راپورونه ورکړل شوي نه وو.

یا ښايي په افغانستان کې د ځینو ټولنیزو حساسیتونو او شرم د پټولو په خاطر ځینو کسانو د داعش ډلې پر ظلمونو ځانونه غلي کړي وي. ظریفه وايي چې له دغې پېښې وروسته یې له درزاب ولسوالۍ څخه د جوزجان ښار ته کډه وکړه.

پر ظریفې سربېره یوه بله مېرمن، سمیرا، هم ادعا کوي چې د داعش ډلې یې یوه ۱۴ کلن خور په زوره بیولې. سمیرا د رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې د داعش ډلې یې خور لس میاشتې له ځان سره ساتلې وه، چې بیا ترې وتښتېدله.

سمیرا وايي چې په دغو لسو میاشتو کې د داعش ډلې بېلابېلو غړو د هغې پر خور جنسي تیری کړی دی، خو واده یې ورسره نه و کړی.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش دا پېښه غندلې ده او د رویټرز اژانس ته یې ویلي دي چې د داعش ډلې د افغانستان په ځینو برخو کې هم پر خلکو جنسي تېري کړي او خلک یې غلامان کړي دي.

د درزاب ولسوالۍ یوې بلې اوسېدونکې کامله هم وايي چې د داعش ډلې جګړه مارانو د هغوی له کلي درې نجونې تښتولي دي او ورباندې یې جنسي تېري کړي دي.

د جوزجان د والي ویاند رضا غفوري امریکا غږ ته دا پېښې نه تایید او نه یې هم رد کړې، خو ویې وویل چې د دغو مېرمنو د خبرو په اساس شاید دا پېښې څو میاشتې مخکې شوې وي.

د داعش ډله تر ډېره د افغانستان په ختیځ کې فعاله بلل کیږي، خو په دې وروستیو کې یې په شمال کې هم فعالیت زیات شوی دی. څه موده مخکې په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي وویل چې داعش په افغانستان کې ۱۰۰۰۰۰ جګړه ماران لري او باید افغان حکومت یې وځپي.

XS
SM
MD
LG