د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې او تاجکستان افغان سرحد ته نژدې پوځي تمرینونه پیل کړي


دا لومړی ځل دی چې د روسیې او تاجکستان ځواکونو په دومره ډېر شمېر کې افغان سرحد ته نژدې پوځي تمرین کوي
دا لومړی ځل دی چې د روسیې او تاجکستان ځواکونو په دومره ډېر شمېر کې افغان سرحد ته نژدې پوځي تمرین کوي

د روسیې او تاجکستان پوځیانو افغانستان پولې ته نژدې ګډ پوځي تمرینونه پیل کړي دي. د دغو تمرینونو هدف د طالبانو د ممکنه بریدونو مخنیوی بلل شوی دی.

شاوخوا ۱۰۰۰۰ سرتېري په دغو تمرینونو کې برخه اخلي چې ډېر یې تاجک دي. اسوشیتدپرس د تاجکستان د دفاع وزارت له خولې لیکلي دي چې دا تمرین د سه شنبې په ورځ (جولاۍ۱۷) پیل شوی دی.

په دغو پوځي تمریناتو کې سرتېري د طالبانو د ځپلو او د هغوی د بریدونو د مخنیوي تمثیلي عملیات کوي. پوځیانو ته داسې عملیات ترتیب شوي چې په کې تمثیلي طالبان له افغانستان څخه تاجکستان ته د بریدونو لپاره اوړوي خو پوځ یې مخه یې نیسي.

روسیې چارواکي وايي ۴۰۰ تاجک سرتېري او ۸۰ روسیې وسایل یې د جمعې په ورځ دغوتمرینونو ته انتقال کړل. پوځي تمرین به د افغانستان له بدخشان ولایت سره پر ګډ سرحد کې کیږي.

روسیې او تاجکستان په ۲۰۱۴ کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره سم خپل نظامي روابط نور هم قوي کړي دي. دا لومړی ځل دی چې د تاجکستان او روسیې ځواکونه په ګډه د تاجکستان د ګورنو په ولایت کې چې له بدخشان سره نژدې دی، پوځي تمرینونه کوي.

تر دې مخکې د دغو دواړو هېوادونو ځواکونو د خالتون په ایالت کې ګډ پوځي تمرین کړی و. دا په داسې حال کې ده چې چین هم له افغانستان او تاجکستان سره پر ګډو سرحدونو کې خپل نظامي حضور او تمرینونه زیات کړي دي.

روسیې چارواکو همدغه راز په افغانستان کې د داعش پر موجودیت اندېښنه ښودلې او له افغان حکومت څخه یې غوښتي چې د افغانستان په شمال کې داعش ورک کړي.

XS
SM
MD
LG