د لاس رسي وړ اتصالات

د اسلامي دولت ډلې د افغانستان په جنوب کې نفوذ کړی


د اسلامي دولت د ډلې جنگیالي
د اسلامي دولت د ډلې جنگیالي

د زابل ولایت یو شمیر اوسیدونکي وایي چې په دې ولایت کې د اسلامي دولت د سخت دریځې ډلې عناصر فعالیت پیل کړی دی.

د زابل ولایت د اوسیدونکو په وینا شاو خوا ٥٠٠ کورنۍ چې ځان د اسلامي دولت د ډلې اړوند گڼي او د هغې ډلې بیرغونه له ځان سره لیږدوي د خاک افغان او ارغنداب په ولسوالیو کې لیدل شوي دي.

ځاي اوسیدونکي وایي دا خلک له ځانه سره تجهیزات او وسایل لري او ښځه او نارینه یې په وسلو سمبال دي. د خاک افغان او ارغنداب ولسوالیو د اوسیدونکو په وینا دوی په خپلو لیکو کې د طالبانو د پیوستون غوښتونکي دي.

دمخه هم د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د اسلامي دولت د ډلې د رامنځ ته کیدو په هکله آواز اوچت شوی و خو دا ځل د زابل ولایت سیمه ییز چارواکي هم ددې ډلې د فعالیت پیل کیدل تائیدوي.

د زابل امنیه قوماندان غلام سخی روغ لیونی وایي چې د هغوی کشفي رپوټونو هم ثابته کړې چې د بهرنیانو څو کورنۍ چې د اسلامي دولت پورې تړلي دي د زابل ولایت په مربوطاتو کې ځای پر ځای شوي دي.

همداشان د ٢١٥ قول اردو د قوماندان مرستیال محمود خان او د هلمند والي د اسوشیتدپرس اژانس ته ویلي دي چې په څو تیرو اونیو کې د هلمند په یو شمیر ولسوالیو کې وسله وال کسان د تورو بیرغونو سره فعالیت پیل کړی او په فعاله توگه د خلکو په جلب او جذب باندې بوخت دي.

محمد خان، د هلمند د مشرانو او متنفذینو له خولې ویلي دي چې د ملا رووف په نوم یو کس چې د طالبانو د واکمنۍ پر وخت د یوې قول اردو مشري یې په غاړه وه او یو څه موده هم په گوانتنامو کې بندي و، د هلمند د ځنې سیمو له اوسیدونکو سره اړیکه نیولې او د هغوی پلوي یې غوښتې.

په دې ترڅ کې د ٢٠٥ اتل قول اردو ویاند محسن سلطانی وایي چې د سیمې اوسیدونکي د اسلامي دولت د ډلې اړوند کسانو د شتون په هکله هغوی ته خبر ورکړی دی. خو د د ښاغلي سلطانی په وینا د پوځ سرتیري د خپلو عملیاتو په ترڅ کې تر اوسه د داسې عناصرو سره نه دي مخامخ شوي.

له دې دمخه د افغانستان د ولسي جرگې یو شمیر غړو هم د هلمند، زابل او کونړ په ولایتونو کې د اسلامي دولت د ډلې د عناصرو د فعالیت په هکله خبر ورکړی او له حکومت څخه یې غوښتي چې د هغوی د فعالیت مخنیوی وکړي.

XS
SM
MD
LG