د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان ملي امنیت وايي د داعش مشر یې وواژه


د داعش ډلې څه موده وړاندې اعلان وکړ چې ملا خادم یې په افغانستان کې د دوی قومندان ټاکل شوی دی.
د داعش ډلې څه موده وړاندې اعلان وکړ چې ملا خادم یې په افغانستان کې د دوی قومندان ټاکل شوی دی.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي په دغه هېواد کې د اسلامي دولت د ډلې مشر ملا عبدالروف خادم په یو لړ ځانګړو عملیاتو کې ووژل شو.

د ملي امنیت په اعلامیې کې ویل شوي چې ملا خادم د هلمند د کجکي ولسوالۍ په ساداتو کلي کې له خپلو پنځو نورو جکړه مارانو سره یوځای وژل شوی دی.

خو د هلمند ځايي مقامات بیا وايي چې هغه د نړیوالو ځواکونو په یوه هوايي برید کې په نښه شوی او ژوبل شوی دی.

د هلمند مرستیال والي محمد جان رسولیار امریکا غږ ته وويل"خادم چي په رسنیو کې يې له نوم سره پدې وروستیو کې خلګ اشنا شوي، نن سهار په یوه سراچه ډوله موټر کې روان و او دوه پاکستاني وسله وال هم ورسره وو، د نړیوالو دوستانو د بې پيلوټه الوتکو تر برید لاندي راغلی ملګري يې وژل شوي او د ده په اړه راته ويل شوي چي په پېښه کې ټپي دی خو لاهم ژوندی دی."

ملا عبدالروف خادم چي د طالبانو په واکمنۍ کې د کابل ، هرات او کندهار د قول اوردوګانو قومندان پاتط شوی په ګوانتانامو زندان کې يې بند هم تیر کړی .

له تیرو دوو میاشتو راهېسې د هلمند په کجکي، موسی قلعه او سنګین ولسوالیو کې د داعش په نوم د وسله والې ډلي فعالیتونه لیدل شوي او ځايي خلکو هم تاید کړي دي.

څه موده وړاندې ملا عبدالروف خادم د یو لړ نورو وسله والو سره په ګډه یوه ویډیو خپره کړه او په کې یې د اسلامي دولت د ډلې له مشر ابوبکر البغدادي سره د خپل بیعت اعلان وکړ. ورسته داعش هم اعلان وکړ چې ملا خادم په افغانستان کې د دوی قومندان ټاکل شوی دی.

تر اوسه د داعش په نامه د وسله والې ډلې د دغو خبرونو په اړه څه نه دي ویلي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG