د لاس رسي وړ اتصالات

داعش د ابوبکر بغدادي ځای ناستی وټاکلو


د داعش ډلې نن (اکتوبر ۳۱) د خپل مشر ابوبکر بغدادي د مړینې خبر تائید کړی. د بغدادي د مړینې خبر د اعماق په نوم یو ویبپاڼې کې د یو غږیز پیغام له لارې خپور شوی دی.

بغدادي یو عراقي جنګیالی و چې ځان یې د ټولې نړۍ د مسلمانانو خلیفه بللو او د داعش ډلې مشري يې په غاړه درلوده.

د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د شنبې په ورځ د ابوبکر بغدادي د مړینې خبر ورکړی و.

د داعش ډلې په دې اړه تر اوسه څه نه وو ویلي خو نن یې د بغدادي مړینه تایید کړې او په ځای یې د ابو ابراهیم الهاشمي القریشي ټاکلو خبر هم ورکړی.

یو برتانیوي څیړندوی چې د سوانسیا په پوهنتون کې د داعش په ډلې څیړنه کوي، وایي چې دا نوم ورته نااشنا دی او مخکې یې نه دی اوریدلی خو امکان لري چې د بغدادي ځای ناستی د دغې ډلې یو بل لوړپوړی چارواکی، حج عبدالله اوسي.

د حج عبدالله په اړه تر دې مخکې د امریکا د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت هم یادونه کړې وه.

د داعش ډلې د امریکايي پوځیانو په حملې کې د دغې ډلې د ویاند، ابوالحسن المهاجر مړینه هم تایید کړې.

XS
SM
MD
LG