د لاس رسي وړ اتصالات

کردي جنګیالي وايي د ابوبکر البغدادي ویاند یې وژلی


امریکایي چارواکو لا د دغه د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي
امریکایي چارواکو لا د دغه د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي

په سوریه کې د کردي ملیشو قوماندان مظلوم عابدي وایي د استخباراتو د څانګې عسکرو یې د داعش ډلې لوړپوړی ویاند وژلی دی.

ښاغلی عابدي وايي چې د امریکایي عسکرو سره په ګډه یې د سوریې په شمال کې عملیات کړي او د داعش ویاند ابو حسن المهاجر، چې ابو بکر البغدادي ته نژدې شخص هم و، وژلی دی.

امریکایي چارواکو تر اوسه پدې هکله تبصره نده کړې، خو قوماندان عابدي وایي چې د داعش دا مهم غړی د سوریې په شمال لویدیځ کې د جرابلس ښارګوټي سره نژدې وژل شوی دی.

سوریې ملیشې وایي دا عملیات د ابوبکر البغدادي د وژل کیدو نه څو ساعته وروسته وشول او د ابو حسن المهاجر وژل کیدل داعش ته بله غټه ضربه بلل کیږي.

د سوریې د بشري حقونو د څار اداره چې مرکز یې په لندن کې دی او د سوریې د جګړې په هکله معلومات ټولوي، هم د داعش د دې غړي وژل کیدل تائید کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ ولسمشر ټرمپ د داعش د مشر ابوبکر البغدادي د وژل کېدو خبر ورکړ. ښاغلي ټرمپ وویل چې بغدادي د سوریې په ادلیب کې د امریکايي پوځیانو د ځانګړو عملیاتو پر مهال په ځان پورې تړلي بمونه چولي، ځان او درې ماشومان يې وژلي دي.

داعش د عراق او سوریې په ځينو برخو کې فعال و چې اوس یې پر ضد امریکا او متحدینو پوځي عملیات پیل کړي دي.

XS
SM
MD
LG