د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې هوايي برید د داعش یو مهم قوماندان وژلی


د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د داعش ډلې یو مهم قوماندان په هوايي برید کې وژل شوی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي د چهارشنبې په ورځ د «وري میاشتې پر ۱۴مه» امریکا غږ ته وویل، چې دغه وژل شوی قوماندان مولوي سلیمان نومېږي چې تېره شپه له خپلو پنځو نورو ملګرو سره وژل شوی دی.

خوګیاڼي‌وویل:"دغه هوايي برید تېره شپه د بېلوټه الوتکې لخوا د اچین ولسوالۍ د عبدالخیل تنګي په سیمه کې شوی دی".

پر همدې مهال د ننګرهار پولیس چارواکي‌ هم وايي، چې دغه وژل شوي قوماندان د تاوتریخوالې په ګڼو پېښو کې لاس درلود.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني څه موده مخکې ننګرهار ته د سفر پرمهال، د دغه ولایت شینواري ولسوالي د داعش له حضور څخه پاکه اعلان کړې وه.

خو د دغه ولایت چارواکي‌ بیا وايي، چې د شینوارو ولسوالۍ په ځینو برخو په ځانګړي ډول له پاکستان سره پر پوله لا د داعش ډلې ګواښ موجود دی.

XS
SM
MD
LG