د لاس رسي وړ اتصالات

العبادي: که د داعش جنگیالي تسلیم نه شي، وژل کیږي


جگړه د موصل ښار د جامع جومات شاوخوا ته ورسیده
جگړه د موصل ښار د جامع جومات شاوخوا ته ورسیده

په داسې حال کې چې د عراق حکومتي ځواکونه د موصل د زاړه ښار د جامع جومات په لور مخ په وړاندې روان دي، ددې هیواد صدراعظم وایي په عراق کې د داعش د وروستي ښاري مرچل د نیولو لپاره جگړه وروستي پړاو ته په رسیدو ده.

د عراقي ځواکونو له خوا د موصل ښار نیول به چې داعش یې خپل پایتخت گڼي، دغې ډلې او د هغې مشر ابوبکر البغدادي ته یو لوی گزار وي. خو د دې ښار بشپړه نیول ښایي وخت ونیسي او عراقي ځواکونه به د ځان وژونکو حملو او نورو گواښونو سره مخامخ شي.

عراقي ځواکونو اوس د هغه پل په نیولو بوخت دي چې ختیځ موصل او زوړ ښار سره نښلوي چیرته چې د داعش جنگیالي د وروستي مقاومت لپاره ځانونه تیاروي.

خبریالانو او عراقي مبارزینو همداشان د موصل ښار د موزیم پر شاوخوا کې د سختو جگړو رپوټونه ورکړي دي. د ٢٠١٦ کال د اکتوبر له ١٧ راپدیخوا چې د موصل ښار د بیرته نیولو لپاره اقدامات پیل شول، اوس په دې ښار کې کوڅه په کوڅه سخته جگړه، ټاکوونکي پړاو ته رسیدلې ده.

د عراق صدراعظم حیدر العبادي ویلي دي چې داعش په پرله پسې توگه تر محاصرې لاندې راځي او په موصل ښار کې وروستۍ ورځې تیروي.

ښاغلي العبادي د داعش سخت دریځو جنگیالیو ته خبرداری ورکړ چې تسلیم شي که نه نو وبه وژل شي. خو ددې سره سره د عراق صدراعظم ویلي دي چې د داعشیانو له کورنیو سره به د عراق د حکومت چلند منصافانه وي.

ښاغلي العبادي وویل "باید څرگنده کړم چې مونږ به د داعش کورنۍ چې غیر پوځي دي، وساتو، خو ترهگرو ته به سزا ورکړو. خو که چیرې هغوی تسلیم شي، عدالت به پرې تطبیق شي".

په داسې حال کې چې په موصل ښار کې سخته جگړه روانه ده د داعش جنگیالیو په کورونو کې بمونه ایښي او حکومتي ځواکونه د مجبوریت له مخې د ملکي خلکو په منځ کې په جگړه کې گیر دي.

اوس هم شاوخوا ۶۰۰ زره ملکي وگړي د داعش تر کنترول لاندې ساحو کې گیر پاته دي.

د موصل ښار په تهاجمي عملیاتو کې د امریکا متحده ایالات عراقي ځواکونو ته هوایي ملاتړ او توپچي مرستې برابروي. خو عراقي قواوی ادعا کوي چې اوس له هوایي ځواکونو او توپخانې نه استفاده نه کوي، ځکه چې د ملکي وگړو د مرگ ژوبلې ویره شته او کوڅه په کوڅه جگړه روانه ده.

ټاکل شوې چې راتلونکې اونۍ د عراق صدراعظم د امریکا د جمهور رئیس دونالد ټرمپ، سره وگوري چې د عراق جگړه به د دواړو مشرانو د خبرو اصلي اجندا وي.

XS
SM
MD
LG