د لاس رسي وړ اتصالات

په موصل کې د عراقي ځواکونو پرمختگ او د ملکي تلفاتو زیاتوالی


د عراق د موصل ښار نه د ښځو او ماشومانو په گډون په زرگونو ملکي وگړي تښتیدلي او دا لړۍ لا هم دوام لري
د عراق د موصل ښار نه د ښځو او ماشومانو په گډون په زرگونو ملکي وگړي تښتیدلي او دا لړۍ لا هم دوام لري

عراقي ځواکونو د موصل ښار زیاتو سیمو ته لار موندلې، خو د پوځي چارواکو په وینا د ښار په جنوب ختیځ کې پرمختگ په دې خاطر ورو شوی چې د اسلامي دولت ډله د ملکي وگړو څخه د بشري سپر په توگه کار اخلي.

په دې ترڅ کې ملگرو ملتونو ویلي دي چې په تیرو دوو اونیو کې د جگړو د سختوالي په وجه زیات شمیر ملکي وگړي د موصل ښار بهر روغتونونو ته انتقال شوي دي.

د ملگرو ملتونو د بشري مرستو د هم آهنگۍ اداره وایي تیره اونۍ د موصل ښار بهر روغتون ته شاو خوا ۷۰۰ تنه انتقال شوي په داسې حال کې چې دوه اونۍ مخکې ۸۱۷ تنه دې روغتون ته د درملنې لپاره انتقال شوي وو.

د تیرو دوو کلونو راهیسې د موصل ښار د داعش جنگیالیو په لاس کې دی. کله چې عراقي ځواکونه دغه سیمه بیرته ونیسي ښایي دا کار په عراق کې د اسلامي دولت د ډلې د اعلان شوي خلافت د پای په معنی اوسي.

په څو تیرو اونیو کې عراقي قواو په ځانگړې توگه د ترهگرۍ ضد ځانگړو واحدونو د موصل په ختیځو او شمال ختیځو سیمو کې چټکې لاس ته راوړنې درلودلې دي.

د عراق او د امریکا د متحده ایالاتو د پوځي مقاماتو په وینا د سړک غاړې بمي حملو پر وړاندې ښه دفاع او په عین وخت کې د عراقي ځواکونو ترمنځ ښه هم آهنگي د داعش جنگیالیو پر وړاندې د پرمختگ سبب شوی دی.

د امریکا پر مشرۍ د ایتلافي ځواکونو ویاند جان دورین، د رویترز اژانس ته ویلي دي چې د داعش پر وړاندې پرمختگ هره ورځ روان دی او داعشیان د په شا تگ پر حال کې دي.

خو جگړه د موصل په جنوب ختیځ کې سخته شوی ده. د چټک غبرگون د قواو د ویاند عبدالامیر ال محمدوی، په وینا په دې سیمه کې د داعش سخت دریځو ځانونه د کورنیو او ملکي وگړو په منځ کې پټ کړي دي. د هغه په وینا داعش هغه ملکي وگړي چې له سیمې څخه تښتي په ډزو په نښه کوي.

د ملگرو ملتونو او د بشري حقوقو د څار د ټولنې په وینا موصل ته د عراقي ځواکونو له رسیدو وروسته د اسلامي دولت د ډلې سخت دریځه له یوې خوا له ملکي وگړو څخه د انساني سپر په توگه کار اخلي او له بلې خوا هغه کسان چې ددې ډلې په نظر مشکوک بریښي په ډله ییزه توگه وژني.

موصل چې د عراق دوهم ستر ښار دی د داعش د عمده مرکز گڼل کیږي. د فلوجه او رمادي له لاسه ورکولو وروسته دا په عراق کې د داعش وروستۍ اډه ده. خو د منځني ختیځ د یو شمیر څیړونکو په اند په موصل کې د داعش له منځه وړل ددې سخت دریځه ډلې د پای په معنی نه دي.

XS
SM
MD
LG