د لاس رسي وړ اتصالات

افغان ځواکونو ۴۰۸ بهرني داعشیان نیولي، زیات یې پاکستانیان دي ـ سراج


تیر کال د افغانستان په ننګرهار ولایت کې نیول شوي داعش وسله وال.
تیر کال د افغانستان په ننګرهار ولایت کې نیول شوي داعش وسله وال.

د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئیس احمد ضیاء سراج وايي افغان ځواکونو په تېرو څو کلونو کې ۴۰۸ بهرني داعشیان نیولي دي.

نوموړي نن سه شنبه اپرېل ۲۷(غويي ۷) د یو مطبوعاتي کنفرانس پر مهال وویل چې نیول شوي داعش وسله وال د ۱۴ هیوادونو اتباع دي چې په وینا یې اکثره یې پاکستانیان دي.

نوموړي زیاته کړه چې د نیول شوو شویو داعشیانو د برخلیک په اړه له اړوندو هېوادونو سره مذاکرات پيل شوي دي.

ښاغلي سراج وویل چې په نیول شویو کسانو د داعش ډلې د غړو ۱۷۳ ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د هغه په وینا د داعش ډلې اکثره غړي د ایران او پاکستان له لارې افغانستان ته راغلي دي.

په تازه پېښه شااوخوا دوې میاشتې مخکې د افغانستان د ملي امنیت ریاست په فاریاب ولایت کې د داعش ډلې د ۱۸ کسیزې ډلې د نیول کېدو خبر ورکړ.

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست تېر کال په دغه هیواد کې د داعش ډلې د مشر اسلم فاروقي د نیول کېدو خبر هم ورکړ.

اسلم فاروقي پاکستانی دی او هغه هیواد یې څو ځله له افغان حکومت څخه غوښتي چې هغه ور وسپاري.

خو د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئیس په ننني کنفرانس کې وویل چې افغان حکومت به هله اسلم فاروقي پاکستان ته وسپاري چې اسلام اباد دوه تنه طالب مشران هم افغان حکومت ته وسپاري.

XS
SM
MD
LG