د لاس رسي وړ اتصالات

په ننګرهار کې خلک د داعش ظلمونه بیساري بولي


وسله والې چې ځان د داعش غړي بولي په دې وروستیو کې په ختیځ ولایت ننگرهار کې له طالبانو څخه ځینی سیمې نیولي دي.

ځایی خلک وایي چې د دې ډلې ظلمونه بې ساري دي.

د امریکا غږ خبریاله عایشه تنطیم د ننگرهار ولایت ته تللې او د دې ډلې د ظلم او جبر له یو شمېر قربانیانو سره یې خبرې کړې دي.

عبدالمالک تل د خپل زوی یو قطعه عکس د ځان سره گرځوي؛ پنځلس کلن زوی یې داعش یا اسلامي دولت سخت دریځو وسله والو وژلی دی.

دی وايي زما زوی غره ته تللی و چې په خره باندې لرګي راوړي او ويې پلوري، هغه ډېر ځوان و خو هغوی په سینه په مرمیو وویشت او ويې واژه.

د افغانستان په ختیځ کی سلگونه داسې نورو کسانو څخه یا سرونه پرې شوی او یا ځینې وختونه د چاودېدونکو توکیو پواسطه الوځول شوي دي.

ددې پېښو اکثره قربانیان قومي مشران، د امنیتي قواوو غړي او هر هغه څوک دي چې د دغې تندلارې ډلې خبرې نه مني.

یو سړي چې نه يې غوښتل امریکا غږ ته خپل نوم واخلي د خپلو سترګ لیدلی حال ووایه او زیاته یې کړه چې نژدې وه داعشیان يې سر ورپرې کړي..

د اسلامی دولت ډلې هغه په دی تورن کړی و چې د سرحدي پولیسو غړی دی، نارنجې جامې یې ور په تن کړې او غوښتل یې چې سر یې ترې پرې کړي خو ځایي مخورو او سپین ږیرو مداخله وکړه او هغه يې وژغوره.

د داعش ډلې څه موده مخکې یوه ویډیو خپره کړې وه چې په کې لس تنه په بمونو الوزول کیږي، ځینی یی سپن ږیري وو او ټول شینواري وو.

یو شمېر کلیوال وايي داعش چې یو انسان ووژني، بیا یې مړی هم کورنۍ ته په پېسو ورکوي.

داعش دا مهال د افغانستان په ختیځ ننګرهار کې فعاله ده او وخت ناوخت پر افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو بریدونه کوي.

XS
SM
MD
LG