د لاس رسي وړ اتصالات

په اسلام اباد کې د پښتنو احتجاج ورځ تر بلې زور اخلي


نن دوشنبه ( د فبرورۍ ٥) پنځمه ورځ ده چې په اسلام اباد کې د قبایلو او د خیبر پښتونخوا د مدني او سياسي فعالانو احتجاج روان دی.

په دغه احتجاجي غونډه کې چې د یو پښتون ځوان نقیب الله د وژنې په ضد کیږي، د پښتنو د مختلفو سیمو نه په سلگونو خلک د گډون لپاره راروان دي او اوس دغه غونډه په یوې قامي جرگي بدله شوې ده.

د پاکستان پخوانې ډیپلوماټ او د سیاسې چارو کارپوه ایاز وزیرامریکا غږ ته وویل "د پښتنو مختلفو قومونو له ډیر وخت راهیسې داسي احساس کاوه چې په هیواد کې د ترهگرۍ په ضد په قبایلي سیمو او نورو برخو کې چې کوم عملیات کیږې په هغې کې ورسره ډیر زیاتې شوی دی".

هغه زیاته کړه چې د هر چا په کور کې غم شوی. "د سوات، باجوړ، وزیرستان، خیبر، د پښتونخوا د ټولو سیمو پښتانه دړدیدلې دي، ډیر خلک لاردکه دي، ډیر خلک په مرموزه ډول مړه دي چې څوک یی ځواب هم نه ورکوي، له دی کبله پښتنو پاڅون کړی".

په ملت پاله پښتنو مشرانو انتقادونه

په غونډې کې اکثره گډون کونکي گیله کوي چې د پښتنو ملت پاله مشران د هغوي د استاځیتوب لپاره ندي راغلي خو د عوامي نیشنل گوند سناتور افراسیاب خټک وایي چې د هغوي گوند د پښتنو د دغې احتجاجي غونډې سره هر ډول ملاتړ څرگند کړیدی.

ښاغلي خټک وویل "قبایلې سیمې او په خاصه توگه د وزیرستان د پښتنو سره ډیر ظلم شوی دی، دوې ترهگرۍ ځپلي دي, د امنیتي ځواکونو او د ترهگرو تر منځ په نښتو کې هم بېگناه خلگ وژل کیږي."

افراسیاب وویل په دی خوشحاله دی چې پښتنو په لمړني ځل یو منظم پاڅون پیل کړیدی او خپلې غوښتنې یې حکومت ته وړاندې کړي.

ددی تحریک یو تنظیمونکی منظور پښتون امریکا غږ ته وویل د حکومت سره یې خبرې روانې دي او د سه شنبې په ورځ به د پاکستان د صدراعظم سره ملاقات وکړي.

هغه وویل حکومتي لوړ پوړو چارواکو ورسره منلې چې د هغوی ټول غوښتنې پرځاې دي او د پاکستان د اساسي قانون سره سم به د هغوي غوښتنې ومنل شي.

د مظاهرچیانو دغه کاروان د جنورې په ٢٦ د ډیره اسماعیل خان څخه راروان شوې و او د فبروري په لومړې نیټه اسلام اباد ته راورسیدو.

دغه مظاهره چیان واېي ترهغه په دلته ناست وې ترڅو چې غوښتنې و نه منل شي. مظاهره چیان د هغه پولیس مامور راو انوار د نیولو غوښتنه کوي چې د جنورۍ په ١٣ یې په یوې جعلي مقابلې کې یې نقیب الله محسود وواژه.

XS
SM
MD
LG