د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د نقیب الله محسود وژلو "پښتانه را وېښ" کړل


دا اول ځل دی چې د نقیب محسود د وژلو په ضد په اسلام اباد کې غونډه کیږي
دا اول ځل دی چې د نقیب محسود د وژلو په ضد په اسلام اباد کې غونډه کیږي

د نقیب الله محسود د وژلو په ضد او د هغه د قاتل د نیولو لپاره په اسلام آباد کې هم احتجاجي غونډه وشوه.

دا غونډه د پنجشنبې په ورځ (فبروري ۱) وشوه. د جنورۍ په ١٣ نېټه د پاکستان د کراچۍ په ښار کې د پولیسو مشر راو انور په "یوې جعلي" پولیسي پېښې کې نقیب الله محسود وواژه.

نن اوومه ورځ ده چې احتجاج کونکي د پولیسو د دغه مشر د نیولو غوښتنه کوي. دا لاریون د جنورۍ په ٢٦نېټه د ډېره اسماعیل خانه پیل شوی او د خیبر پښتونخوا د ډېرو لویو ښارونو نه د تېریدو وروسته د پنجشنبې په ورځ اسلام اباد ته ورسېدو.

د نقیب الله محسود د وژنې نه وروسته ځینو مدني فعالانو په پاکستان دا تور لګولی دی چې هغه یې ځکه وژلی دی چې "پښتون" او د وزیرستان و. د دغه لاریون یو تنظیمونکي محسن داوړ امریکا غږ ته وویل د نقیب الله وژنې په پښتنو کې بیداري پیدا کړیده او دا اوس یو پاڅون دی.

هغه زیاته کړه "نقیب الله اوس د یوې فلسفې نوم دی، هغه هغو ټولو پښتنو ته جرآت ورکړ چې پخوا به وېرېده. پښتانه اوس په زغرده دا نعرې وهي چې مونږ انصاف غواړو".

هغه وایي چې اوس هم حکومت د پولیسو د دغه پخواني مشر راو انور سره مرسته کوي. هغه د مطبوعاتو سره خبرې کوي او پولیس وایي چې هغه پټ شویدی.

دغه لاریون نن اسلام اباد ته ورسید
دغه لاریون نن اسلام اباد ته ورسید

محسن وایي "مونږ دا ژمنه کوو چې تر هغې پورې به مونږ په اسلام اباد کې احتجاجي غونډې کوو ترڅو زمونږ د لادرکه شویو ځوانانو معلومات نه وي راکړل شوي او د نقیب الله قاتل نه وي نیول شوی".

په پېښور کې ژورنالیسټې ریحام خان امریکا غږ ته وویل چې د نقیب الله وژل د ټولو پښتنو په نښه کولو معنی لري. هغې زیاته کړه "نقیب الله د محاکمې نه پرته ووژل شو. هغه کوم گناه کړی و. که د پولیسو سره دا ثبوت وي چې دی ترهگر و نو ولې یې نړۍ ته نه په ډاگه کوي"؟

په دغو مظاهرو کې یو بل ګډون کونکي احسان خان امریکا غږ ته وویل چې په پاکستان کې پښتانه ترهګر ګڼل کېږي او مونږ ته دا نور د منلو نه دي.

هغه وايي "د نقیب الله قتل یواځینۍ پېښه نه ده، داسې نورې هم ډیرې پېښې شویدي. په پښتنو د ترهګرو باور کیږي، ملنډې پرې وهل کیږي، وهل ټکول او وژل کیږي. نور غلي نه پاتې کیږو".

راو انور په نقیب الله دا تور لگولی و چې د تحریک طالبان سره یې اړیکې لرلې او ځکه به وزیرستان ته تلو راتلو. د پاکستان د حکومت لخوا د ټاکل شوې یوې ځانگړې تحقیقاتي کمیټې راپور بیا وویل چې هغه بیگناه و.

د نقیب الله د قتل خلاف په خوست کې هم مظاهر شوې
د نقیب الله د قتل خلاف په خوست کې هم مظاهر شوې

خو د نقیب الله کورنۍ وايي چې هغه له هېڅ یوې ترهګرې ډلې سره لاس نه درلود او په کراچۍ کې خپل شخصي کاروبار کاوه. نقیب الله د وزیرستان د محسود قبیلې څخه هدی. په ټولنیزو رسنیو کې هم د هغه وژل کلک غندل شوي او د هغه د "قاتل د نیولو او محاکمه کولو " غوښتنه شوې ده.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG