د لاس رسي وړ اتصالات

ارگ: د اسلام آباد په غوښتنه چین د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځگړیتوب کوي


ښاغلي نجیب الله ازاد وایي افغانستان به د پاکستان سره د څلور اړخیزو غونډو سربیره دوه اړخیزې او درې اړخیزې غونډې هم ولري
ښاغلي نجیب الله ازاد وایي افغانستان به د پاکستان سره د څلور اړخیزو غونډو سربیره دوه اړخیزې او درې اړخیزې غونډې هم ولري

د افغانستان د جمهوري ریاست ماڼۍ وایي د چین د بهرنیو چارو وزیر په دریو اونیو کې کابل ته راځي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځگړیتوب وکړي.

ارگ وایي چې د پاکستان، چین او امریکا سره د څلور اړخیزو غونډو د لړۍ د پیل نیټه به د افغانستان په هکله د متحده ایالاتو د جمهور رئیس دونالد ټرمپ د نوې پالیسۍ له اعلان وروسته وټاکل شي.

خو د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال نجیب الله ازاد وایي، له دې دمخه به د چین د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دریو اړخیزو ناستو د جوړیدلو لپاره تر دریو اونیو پورې کابل ته سفر وکړي.

د افغانستان د جمهوری ریاست د ویاند مرستیال نجیب الله ازاد امریکا غږ سره په مرکه کې وویل چې افغانستان لا هم د جګړې پر وړاندې د طرحې په جوړولو باندې کارکوي، د افغانستان په اړه د امریکا د تراتیژۍ د جوړولو او د جمهور رئیس ټرمپ له خوا د توشیح وروسته به د څلور اړخیزو غونډو پریکړه وشي او نیټه به یې اعلان شي.

ښاغلي نجیب الله ازاد وویل چې افغانستان به د پاکستان سره د څلوراړخیزو غونډو سربیره دوه اړخیزې او درې اړخیزې غونډې هم ولري. دواړه هیوادونه به د ډیورنډ د کرښې دواړو غاړو ته د تروریزم سره د مبارزې په لارو چارو خبرې وکړي.

هغه وویل چې د دې غوندو لپاره د میکانیزم د جوړولو په موخه به یو پاکستانی پلاوی کابل ته راشي او بیا به یو افغان پلاوی اسلام اباد ته لاړ شي، خو هغه وویل تر اوسه لا کابل ته د پاکستاني پلاوي د سفر نیټه نه ده ټاکل شوې.

ښاغلي آزاد وویل چې د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ د درې اړخیزې غونډې د جوړیدلو د بهیر د پرمختګ لپاره به تر راتلوونکو دریو اونیو پورې د چین د بهرنیو چارو وزیر کابل ته سفر وکړي. د هغه په وینا د چین د بهرنیو چارو د وزیر سفر هم د درې اړخیزو ناستو لپاره دی، چې د پاکستان په وړاندیز چین غواړي د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب وکړي.

همداشان ښاغلي آزاد د ډیورنډ په کرښه د پاکستان د پوځ له خوا د کټارو جوړول یو داسې اقدام وګڼه چې دمخه یې هم پر دغې پولې دا ډول هڅه کړې ده، خو پایله یې نه لرله. ښاغلي ازاد وویل د افغانستان هیڅ حکومت او خلکو دا کرښه نه ده منلې.

خو پاکستان تل ویلي چې د ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ رسمي سرحد دی او په دې هکله ټول بحثونه پای ته رسیدلي دي.

همداشان پاکستان دا هم ویلي چې د چین د بهرنیو چارو وزیر به کابل ته د سفر وروسته له اسلام اباد هم لیدنه وکړي. خو پاکستان افغانستان سره د دوه اړخیزو او څلور اړخیزو ناستو د بیا پیل په هکله څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG