د لاس رسي وړ اتصالات

د جمیعت گوند په اعلامیه کې د بلخ د والي د لیرې کولو فیصله رد کړې


د افغانستان د اسلامي جمعیت گوند یوه اعلامیه خپره کړیده چې یې پکې د بلخ د والي په هکله د جمهوری ریاست فیصله په سختۍ غندلي ده.

په دغه اعلامیې کې د اسلامي جمعیت گوند په سر کې د وطن لپاره د خپلې مبارزې یادونه کړیده او دا ژمنه یې تکرار کړي چې د افغانانو د مشروع حقونو دفاع به کوي.

دغه اعلامیه زیاتوي "د اسلامي جمعیت گوند د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې اصلي گټونکی و لیکن په وطن کې د حساسې وضع او د هغه بحران د حل لپاره چې په انتخاباتو کې د تقلب د لارې پیدا شوی و، د ملي وحدت حکومت ته غاړه کیښوده او د مقابل لورې نه یې هم د دې توقع لرله چې دیته ورته عمل وکړي مگر متاسفانه مقابل لورې د هغې موافقی د ژمنو نه چې ملگرو ملتونو او امریکا یې ضمانت کړی و، خلاف ورزي کړیده او کوښښ کوي چې نور قدرت هم ترلاسه کړي."

د افغانستان د اسلامي جمعیت دغه اعلامیه زیاتوي چې په داسې شرایطو کې چې د ملي وحدت حکومت د سختو ستونزو سره مخامخ دی او د ملک ډیرې سیمې بی امنه دي، د بلخ په ولایت کې د استاد عطا محمد نور د لیاقت او کار په وجه امنیت او ثبات ټینگ دي.

د اسلامي جمعیت په دغه اعلامیې کې د ملي وحدت په حکومت سختې نیوکې شویدی او وایي چې "د افغانستان د اسلامي جمعیت گوند د شروع نه د بلخ د والي معقول او حق بینانه شرایط جمهوري ریاست ته مطرح کړیدي مگر ارگ د تفاهم او د مسلې د حل د یوې معقولې لارې پر ځاې د دښمنۍ لاره غوره کړیده."

په دغې اعلامیې کې دا هم ویل شوي چې که چیرې ارگ په خپل دغې فیصلې د سره غور ونکړي نو د اسلامي جمعیت گوند د بلخ د والي په هکله د جمهوري ریاست دغه اقدام ردوي او ځانته د دی حق ورکوي چې د افغانستان د خلکو د مشروع حقونو نه دفاع وکړي.

XS
SM
MD
LG