د لاس رسي وړ اتصالات

داعش او القاعده په افغانستان کې د ملاتړو جذبولو او غښتلي کیدو هڅې کوي- راپور


سره لدې چې په واشنګټن کې چارواکي اندیښمن دي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو لپاره په امن ځای بدلیږي. د متحده ایالاتو د دفاع وزارت او استخباراتو وروستۍ ارزونه ښیي چې لږ تر لږه د اوس لپاره د القاعده او داعش په څیر ډلې ددې امادګي نلري چې دا هیواد په لویدیځ باندې د برید لپاره وکاروي.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ، د دفاعي چارو د استخباراتو او نورو ادارو راپور چې د دفاع وزارت سرمفتش تازه خپور کړی د افغانستان څخه شپږ میاشتې وړاندې د امریکایي ځواکونو د بشپړ وتلو وروسته له دغه هیواد څخه د رامنځته کیدونکي بالقوه ګواښ امکان ارزولی دی.

دا راپور د هغو اندیښنو برعکس دی چې د تیر کال د اکتوبر د میاشتې راهیسې د پنټاګون د لوړپوړو مقاماتو له خولې اوریدل کیږي، هغوی خبرداری ورکوي چې داعش-خراسان ښایي په شپږو میاشتو کې ددې امادګي ولري چې په امریکا او لویدیځ باندې برید وکړي او القاعده عین کار ښایي د یو کال په موده کې وکړای شي.

د پالسۍ په چارو کې د متحده ایالاتو د دفاع وزارت مرستیال کولن کال، د سنا د وسله والو ځواکونو د خدماتو کمیټې ته ویلي چې «دواړه، القاعده او [د افغانستان] داعش-خراسان نیت لري چې په بهر کې عملیات ترسره کړي.»

د راپور له مخې نوې ارزونې پدې موافقې دي چې دا ډول نیت موجود دی، خو ددغو دواړو تروریستي ډلو مشران نور لومړیتوبونه لري.

راپور وایي داعش-خراسان په ځانګړې توګه دې ته پلملرنه کوي چې په بهر کې د برید لپاره د تیاري په ځای دننه په افغانستان کې خپل ملاتړ قوي کړي. راپور د طالبانو په امنیتي پوستو او همداشان په تیر نومبر کې د کابل په پوځي روغتون باندې برید ته اشاره کوي چې ۲۵ تنه په کې ووژل شول او څه دپاسه ۵۰تنه ټپیان شول.

راپور زیاتوي چې: «په مهمو زیربنایي اهدافو باندې د داعش-خراسان بریدونه په ابتدایي امنیتي چارو کې د طالبانو د رژیم ناوړتیا په ډاګه کوي او ددې سبب شوي چې طالبان د محلي خلکو ترمنځ مشروعیت له لاسه ورکړي.»

راپور همداشان خبرداری ورکوي چې دغه ډله «د مرکزي اسیا په هیوادونو کې د جنګیالیو سره اړیکو ته دوام ورکوي چې ښایي پدغو هیوادونو کې د امریکا ګټو ته ګواښ پیښ کړي.»

هغه استخباراتي معلومات، چې د ملګرو ملتونو غړیو هیوادونو د یو راپور لپاره چې د روانې میاشتې په لومړیو کې خپور شوی، خبرداری ورکوي چې داعش-خراسان د [افغانستان څخه] د وتلو وروسته خپل غړي دوه چنده کړي چې اوس ۴۰۰۰ته رسیږي او دغه ډله اوس بیا ددي هیواد په ختیځ کې محدودې سیمې په واک کې لري.

طالب چارواکو څو ځلې هڅه کړې چې داعش-خراسان وځپي، خو یو شمیر څیړونکي پدې باور دي چې د مختلفو عملیاتو پایلې محدودې وې.

د ملګرو ملتونو همدغو غړو هیوادونو خبرداری ورکړی القاعده چې په افغانستان کې اوږد تاریخ لري د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته «د پام وړ پرمختګ» کړی او زیاتوي چې «د طالبانو ترمنځ ددې ډلې یو شمیر پلویانو اوس د افغاسنتان په فعلي حکومت کې لوړې څوکۍ ترلاسه کړي دي.»

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت د سرمفتش راپور همداشان وایي چې امریکایي ادارې پدې باور دي چې طالبانو لا هم د القاعده شبکې مقامات تر یوه حده منزوي کړي دي.

راپور د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) او د دفاع وزارت د استخبارتي ادارې له قوله وایي: «طالبانو د القاعده غړو ته اجازه نده ورکړې چې د دوی «په موقت حکومت» کې کوم مهم رول ولوبوي، او ښایي په داسې حال کې چې ]طالبان] د نړیوال مشروعیت هڅه کوي دا نیت ولري چې پر متحده ایالاتو باندې د القاعده شبکې د برید مخنیوی وکړي.»

خو امریکایي چارواکي همداشان ارزوي چې د طالبانو مشران بیړه نلري چې د دوحه د تړون په اساس واشنګټن نه د ضمانت ورکولو سره سره ددغه تروریستي ډلې سره اړیکې پرې کړي.»

د دفاع وزارت د سرمفتش د رپوټ په اساس: «ډیر امکان لري چې طالبان به په افغانستان کې د القاعده عناصرو ته اجازه ورکړي چې پدې هیواد کې په ټیټ موقف کې پاته شي ترڅو خپلې میراثي اړیکې ورسره وساتي او د طالبانو ترمنځ خورا سخت دریځه اسلامي عناصر هم خپه نکړي.»

د ملګرو ملتونو چارواکي اټکل کوي چې د القاعده عمده هسته ددې ډلې د مشر ایمن الظواهري په ګډون په لسګونو مقامات لري چې په افغانستان کې اوسیږي.

داسې باور کیږي چې د هند په نیمه وچه کې د القاعده شبکه په افغانستان کې شاوخوا ۴۰۰ جنګیالي لري چې یو شمیر یې د طالبانو له واحدونو سره یوځای شوي دي.

XS
SM
MD
LG