د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکايي جنرال خبرداری: طالبانو د القاعده سره اړیکې ندي شلولي


جنرال مایکل کوریلا
جنرال مایکل کوریلا

یو لوړپوړي امریکایي جنرال خبرداری ورکړی چې طالبانو د القاعده شبکې سره خپلې اړیکې ندي شلولي او په وینا یې اوس په افغانستان کې د القاعده او داعش شتون متحده ایالاتو ته په یوې لویې ننګونې بدل شوی دی.

مایکل کوریلا، چې تازه د سپینې ماڼۍ له خوا د امریکا د مرکزي ځواکونو د قوماندان په توګه ټاکل شوی دامریکا د سنا د وسله والو ځواکونو د خدماتو د کمیټې په استماعیه غونډه کې، چې د هغه د تائیدولو لپاره جوړه شوې وه، وویل چې: "القاعده او داعش د بیا ټوکیدو په حال کې دي. هغوی د امریکا په خاورې د برید هیله لري، خو تر اوسه د دې کار د ترسره کولو توان نلري."

دغه لوړپوړي امریکایي پوځي وویل چې طالبانو د القاعده شبکې سره خپلې اړیکې ندي شلولي او د هغه په وینا د طالبانو د واکمن کیدو وروسته د افغانستان د زندانونو څخه د داعش خراسان څانګې د جنګیالیو په ازادیدو سره اوس داعش د بیا رامنځته کیدو په حال کې دی.

د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي د امریکاغږ سره په خبرو کې د القاعده شبکې سره د طالبانو د اړیکو په هکله ددغه امریکایي مقام څرګندونې رد کړې او وویل چې هیڅ یوه ډله چې په افغانستان کې "فزیکي" شتون ولري وجود نلري. هغه وویل چې طالبان هیڅ یو تحریک او ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې څخه بل کوم هیواد ته ګواښ پیښ کړي.

جنرال کوریلا د سه شنبې په ورځ د فبرورۍ په اتمه امریکایي وکیلانو ته وویل چې په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد بریالیو عملیاتو لپاره د متحده ایالاتو پوځي مشران باید زیاتې استخباراتي وړتیاوی په ځانګړې توګه د معلوماتو د راټولولو په برخه کې وکاروي.

مایکل کوریلا، د افغانستان او په سیمه کې د امریکا د تر ټولو نژدې پوځي اډې ترمنځ فاصلې ته په اشارې وویل چې له لرې څخه د افغانستان څارل "ډیر ستونزمن" دي، خو ناممکن ندي. هغه وویل چې امریکایي مقاماتو د افغانستان د شاوخوا هیوادونو سره په بحثونو کې ښکیل شوي چې هوایي اډې جوړې کړي، خو زیاته یې کړه چې تر اوسه په دې هکله هیڅ موافقه نده شوې.

د تیر کال د اګست په میاشت کې د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته، د کانګرس غړي د افغانستان د څارنې او د اړتیا په صورت کې د متحده ایالاتو په وړاندې د ترهګریزو ګواښونو د له منځه وړلو لپاره، چې ښایي د طالبانو تر واکمنۍ لاندې رامنځته شي، اندیښنه څرګندوي.

د امریکا د کانګرس غړي سره له دې چې د جنرال کوریلا څخه ملاتړ اعلان کړ، د رامنځته کیدونکو ګواښونو د له منځه وړلو لپاره یې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ د وړتیاو په موثریت شک څرګند کړ.

د امریکا د سنا د وسله وسلوالو ځواکونو د خدمتونو د کمیټې جمهوري غوښتونکې وکیل جیم انهوف، وویل: "افغانستان اوس د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱ [تروریستي بریدونو] په څیر وضعیت کې دی. طالبان دا هیواد اداره کوي او د ملګرو ملتونو په وینا تر دې دمه د افغانستان د پخواني حکومت د مقاماتو، سرتیرو او د ایتلاف د همکارانو څّه د پاسه ۱۰۰ تنه یې وژلي دي."

جنرال کوریلا، وویل تر ممکن سرحده به د پاکستان سره کار ته دوام ورکړي. که څه هم چې د اسلام آباد او واشنګټن اړیکو په په تیرو دوو لسیزو کې لوړې او ژورې لرلې. ښاغلي کورلا وویل چې لا هم دا دواړه هیوادونه ګډې ګټې لري.

هغه وویل: "مونږ تل له پاکستان سره موافق نه وو، خو فکر کوم چې مونږ د سیمه ییز ثبات او د افراطي سازمانونو سره د مبارزې لپاره ګډې ګټې لرو. تحریک طالبان پاکستان چې په مستقیمه هغه هیواد ګواښي، ددغو سخت دریځو له ډلې څخه ده. همداشان په افغانستان کې دننه بشري وضعیت باعث کیږي چې پاکستان ته مهاجر او پناه غوښتونکي مخه کړي، پدې توګه فکر کوم احتمالاً د علایقې وړ ګډ مسایل لکه د افراطي سازمانونو په وړاندې مبارزه او بشري کړکیچ شته چې کولای شو پدې برخه کې سره کار وکړو."

جنرال کوریلا، همداشان امریکایي وکیلانو ته وویل چې متحده ایالات د هغو افغانانو د تخلیې په هکله، چې په افغانستان کې د امریکا د تیرو دوو لسیزو د شتون پر وخت یې د امریکا د حکومت او پوځ سره همکاري کړې، یو "اخلاقي مکلفیت" لري.

ټاکل شوې چې د امریکا د مرکزي قواو اوسنی قوماندان کنټ مک‌کینزي چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو له مصرفه ډکې تخلیې د څارنې مسولیت درلود ژر تقاعد وکړي او مایکل کوریلا به د امریکا د سنا مجلس د تائید تر اخیستلو وروسته ددغه پوځي مقام چارې په غاړه واخلي.

XS
SM
MD
LG