د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل او حماس پر اوربند توافق کړی


په غزه کې د اوربند هر کلی
په غزه کې د اوربند هر کلی

اسرائیلي سرتېرو او د فلسطین حماس ډلې په غزه کې تر ۱۱ ورځنیو نښتو وروسته پر اوربند توافق کړی دی.

د اسوشېټیډ پرس خبري آژانس د راپور په اساس دغه اوربند نن جمعه مۍ ۲۱ (غوايي ۳۱) د دواړو لورو ترمنځ رامنځته شوی دی.

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د اوربند په اړه د اسرائیل د موافقې هر کلی کړی او زیاته کړې ده چې د اسرائیل صدراعظم هغه ته خبر ورکړی چې هېواد یې له حماس سره له دوه اړخیزه قید او شرط پرته پر اوربند توافق کړی دی.

ښاغلي بایډن په سپینې ماڼۍ کې د خبرو پر مهال ویلي د مصر ولسمشر هم د حماس له لوري د اوربند ټینګېدو په اړه ډاډ ورکړی دی.

هغه زیاته کړې: "زه معتقد یم چې فلسطینیان او اسرائیلیان په یو ډول سره د امن او خوندي ژوند کولو او همدارنګه د خپلواکۍ، پرمختګ او دموکراسۍ کې له یو بل سره د چلند وړتیا لري، زموږ دولت به په ټوله توانايي سره د یاد امن ټېنګېدو په برخه کې نه ستړي کېدونکي هڅې وکړي."

په تېرو ۱۱ورځو کې د دواړو لورو ترمنځ نښتو کې د اسرائیل په بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۲۳۲ فلسطینیان ووژل شول او څه باندې ۱۵۰۰ نور ټپیان شول. د یادو بریدونو له امله د غزې څه باندې ۵۸زره اوسېدونکي بېځایه شول.

د حماس ډلې په راکټي بریدونو کې هم د یوه ماشوم په ګډون لږ تر لږه ۱۲ اسرائیل ووژل شول.

د کړکېچ تر رامنځته کېدو وروسته ګڼو هیوادونو د یادو لورو ترمنځ د اوربند غوښتنه کړې وه.

XS
SM
MD
LG