د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل او فلسطیني جنګیالیو بیا هم پر یو بل بریدونه کړي


د اوربند لپاره د سیمه ییزو او نړیوالو هڅو سره سره د اسرائیل او فلسطیني وسله والو ډلو ترمنځ په غزه کې تاوتریخوالی روان دی.

د چهارشنبې په ورځ مۍ ۱۹ (غوایي ۲۹) اسرائیلي هوایي ځواکونو د غزې پر ښار بریدونه وکړل او فلسطیني جنګیالیو پر اسرائیل توغندي وورول.

د اسرائیل صدراعظم بنیامن نتنیاهو د چهارشنبې په ورځ بهرنیو دپلوماتانو ته وویل چې اوسمهال یې جګړه محدوده کړې ده. هغه د اسرائیل په هوایي بریدونو باندې د انتقادونو پر ځواب کې وویل چې ځواکونه یې پوره هڅه کوي چې د ملکي تلفاتو مخنیوی وکړي.

ښاغلي نتنیاهو وویل چې اسرائیلي ځواکونه د بریدونو به ځواب کې د «پوره پاملرنې» نه کار اخلي، خو هغوی نشي کولای چې د ټولو تاوانونو مخنیوی وکړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو یوې ډلې د سه شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې د غزې په ګڼ میشتو سیمو د اسرائیل هوایي بریدونه «له توپیر پرته او په بې تناسبه توګه په ملکیانو او ملکي ملکیتونو باندې کیږي.» هغوی همداشان فلسطیني ملیشه ډلې پدې ملامتې کړې چې «په عمدي او بې پروا بڼه» پر اسرائیل راکټې توغوي. دوی وایي چې د دواړو خواو دغه اعمال ښایي په جنګي جنایتونو بدل شي. شوي.

همداشان د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګیتریس د سه شنبې په ورځ په یو ټویټري پیغام کې لیکلي، هلته «په غزه کې پراخ بشري رنځونه رامنځته شوي، کورونو او مهمو زیربناو ته ستر تاوانونه رسیدلي». هغه پر نړیوالي ټولنې غږ وکړ چې د فلسطین په دغه سیمه (غزه) کې د ملګرو ملتونو د بشري پروګرامونو سره مرسته وکړي.

بلخوا فرانسې د مصر او اردن سره په همغږۍ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د یو پریکړه لیک وړاندیز کړی دی چې پر دواړو خواو د جګړې د درولو غږ کوي.

د فرانسې د جمهور رئیس ایمانویل مکرون دفتر ویلي چې: «درې واړو هیوادونو په دریو ساده عناصرو موافقه کړې: ډزې باید بندې شي، د اوربند وخت رارسیدلی او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا باید دې موضوع ته رسیدګي وکړي.»

د د فرانسې جمهور رئیس د سه شنبې په ورځ د مصر د جمهور رئیس او د اردن د پاچا سره پدې هکله خبرې کړې دي. خو د امریکا متحده ایالات چې د ملګرو ملتونو د پنځو دایمي غړو له ډلې څخه د ویتو حق لري تر اوسه یې د اوربند لپاره د امنیت د شورا د اعلامیې مخه نیولې ده.

امریکایي دپلوماتانو ویلي چې دا ډول اعلامیه د شخړې د پای ته رسولو لپاره له دپلوماتیکو هڅو سره مرسته نشي کولی.

XS
SM
MD
LG