د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل بیا پر غزه هوایي بریدونه کړي دي


د اسرائیل او حماس تر منځ تیره میاشت په جګړې کې څه باندې ۲۶۰ فلسطینیان وژل شوي و.
د اسرائیل او حماس تر منځ تیره میاشت په جګړې کې څه باندې ۲۶۰ فلسطینیان وژل شوي و.

اسرائیل د چهارشنبې په سهار جون ۱۶ (غبرګولي ۲۶) د حماس تر کنترول لاندې غزه باندې وروسته له هغې هوايي بریدونه وکړل چې فلسطیني سخت دریځو ددې هیواد په جنوب باندې د اور بالونونه وتوغول.

دغه بریدونه پداسې حال کې کیږي چې تیره میاشت د فلسطیني یاغیانو له لورې پر اسرائیل باندې د راکټي بریدونو په غچ کې د اسرائیل د هوایي ځواکونو الوتکو ۱۱ پرله پسې ورځې په غزه بریدونه وکړل چې په سلګونو کسان په کې ووژل شول.

بلخوا د اسرائیل تر ولکې لاندې لویدیځه غاړه کې اسرائیلي پوځ ویلي چې یوه فلسطینۍ ښځه یې وروسته له هغې وویشتله چې پر عسکرو یې برید وکړ.

په غزه باندې د اسرائیلي پوځي الوتکو بریدونه د نفتالي بنیت په مشرۍ د اسرائیل د نوي ایتلافي حکومت د رامنځ ته کیدو وروسته لومړنۍ پیښه ده.

فلسطیني سرچینو ویلي چې اسرائیلي الوتکو لږ تر لږه یو هدف د غزې تړانګې د خان یونس په ختیځ کې په نښه کړی دی.

د اسرائیل پوځ ویلي چې د «اور بالونونو» په غبرګون کې د دوی «جنګي جت الوتکو د حماس تروریستي سازمان پوځي تاسیسات په نښه کړي دي.»

دوی دا هم ویلي چې په خان یونس ساحه کې یې «د تروریستي بریدګرو تاسیسات او د غونډو ساحې» په نښه کړي دي. د فرانسې خبري اژانس د رپوټ له مخې پدغو پیښو کې د تلفاتو په اړه څه ندي ویل شوي.

د اسرائیل د اوروژنې ادارې ویلي چې د فلسطینیانو له خوا پر دې هیواد باندې د اور بالونونو د توغولو په نتیجه کې ۲۰ ځایه لور لګیدلی دی.

XS
SM
MD
LG