د اوربند له غځېدو سره سره اسرائیل او د حزبالله ترهګره ډله بیا هم یو بل سره نښتو ته دوام ورکوي. دا پداسې حال کې ده چې په لبنان کې د مړو شمېر لوړېږي.
د لبنان د روغتیا وزارت له قوله د اسرائیلي ځواکونو په بریدونو کې چې د یکشنبې په ورځ [اپرېل ۲۷] یې د لبنان د حزبالله ډلې په نښه کړې، د دوه ماشومانو او دوه و میرمنو په ګډون لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي دي. پدې بریدونو کې ۳۷ نور ټپیان شوي هم دي.
بریدونه په داسې یو وخت کې شوي چې د امریکا په منځګړیتوب شوی اوربند بیا هم د درېیو اونیو لپاره غځول شوی دی.
د لبنان د روغتیا وزارت د ملکي وګړو او جنګیالیو ترمنځ توپیر نه کوي. بلهخوا، اسرائیل ویلي چې په همدې ورځ د حزبالله په برید کې د دوی یو سرتېری وژل شوی او شپږ نور ټپیان شوي دي.
اسرائیل د دوشنبې په ورځ د لبنان له ملکي وګړو وغوښتل چې د لیتاني سیند شمال ته اوه ښارګوټي پرېږدي. دا هغه سیمه ده چې اسرائیل د مارچ له پیل راهیسې د روانې شخړې په ترڅ کې تر خپل کنټرول لاندې نیولې ده.
د اسرائیلو پوځ ویلي چې حزبالله اوربند نقض کړی او دوی د دې ډلې پر جنګیالیو، راکټ ویشتونکو او د وسلو پر یوه زېرمتون بریدونه کړي دي.
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د کابینې په غونډه کې ویلي:
“زموږ لپاره تر ټولو مهمه خبره د اسرائیلو امنیت، د خپلو سرتېرو خوندیتوب او د خپلو ټولنو ساتنه ده. موږ د هغو اصولو له مخې په کلکه عمل کوو چې له امریکا او همدارنګه له لبنان سره پرې هوکړه شوې ده.”
په همدې حال کې حزبالله ویلي چې تر هغه به پر اسرائیلي ځواکونو او د اسرائیل په شمالي ښارونو بریدونو ته دوام ورکړي څو چې اسرائیل هغه څه بند نه کړي چې دوی یې د اوربند سرغړونه بولي.
د لبنان د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د مارچ له دویمې راهیسې د اسرائیل په بریدونو کې له ۲۵۰۰ څخه زیات کسان وژل شوي چې پکې ۱۷۷ ماشومان او ۱۰۰ روغتیايي کارکوونکي هم شامل دي.
د حزبالله بریدونو په اسرائیل کې دوه ملکي کسان وژلي او د اسرائیلو په وینا په لبنان کې د جګړې اړوند پېښو کې ۱۶ اسرائیلي سرتېري هم وژل شوي دي.
دا شخړه پر ایران د اسرائیل او امریکا د ګډو پوځي عملیاتو نه څو ورځې وروسته هغه مهال پیل شوه چې حزب الله د ایران په ملاتړ جګړې ته راودانګله او پر اسرائیل يي توغندي وتوغول.
اسرائیل او لبنان د اپرېل له ۱۶مې نېټې څخه د لس ورځني اوربند هوکړې ته رسېدلي وو. د اپرېل په ۲۳مه، د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د دواړو هېوادونو له سفیرانو سره وکتل او اعلان یې وکړ چې دا اوربند به د درېیو اونیو لپاره وغځول شي. نوموړي د حزبالله پر وړاندې د اسرائیلو د ځان څخه د دفاع حق هم تایید کړ.
فورم \ دبحث خونه