اسرائیل وايي چې په دې وروستیو ورځو کې یې د متحدو ایالتونو او اسرائیل د ګډو عملیاتو د یوې برخې په توګه د ایران د ترهګر رژیم دوه نور پوځي چارواکي له منځه وړي دي. د دوی په وینا دغو عملیاتو د اسلامي جمهوریت د یورانیمو د بډایه کولو او بالستیک توغندیو د تولید وړتیا ختمه کړې ده.
د اسرائیل دفاعي ځواکونو د جمعې په ورځ [د مارچ ۲۰مه] په ټولنیزو رسنیو کې د یو لړ پوسټونو په ترڅ کې ولیکل چې د هغوی جنګي الوتکو د رژیم د سپاه پاسداران ویاند، علي محمد نائيني په یوې شپنۍ حملې کې له منځه وړی دی.
په یوې بلې اعلامیې کې د اسرائیل دفاعي ځواکونو لیکلي چې د دې اونۍ په لومړیو کې د رژیم د ملیشه بسیج ځواک قوماندان په نښه کولو سره د بسیج د استخباراتو څانګې مشر اسماعیل احمدي هم وژل شوی دی.
د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د پنجشنبې په ورځ [مارچ ۱۹مه] له خبریالانو سره په یوه خبري غونډه کې وویل د متحدو ایالتونو او اسرائیل ګډ پوځي عملیات چې د فبرورۍ په ۲۸مه پیل شول هغه صنایع ویجاړ کړي چې رژیم د خپلو اټومي او توغندیزو پروګرامونو د پرمخ وړلو لپاره کارول.
نتنیاهو وویل: "همدا اوس له شلو ورځو وروسته، زه تاسو ته ویلی شم چې ایران نن ورځ د یورانیمو د بډایه کولو او د بالستیک توغندیو د جوړولو وړتیا نه لري. موږ به د دغو وړتیاوو له منځه وړلو ته دوام ورکوو. موږ به یې د خاورو سره خاورې کړو."
هغه دا هم وویل چې "ډاډه نه دی چې د ایران رژیم څوک چلوي" وروسته له هغې چې د مارچ په ۹مه یې مجتبى خامنه يي د خپل نوي ستر رهبر په توګه ونوموه، خو د هغه د مقام د ثبوت په اړه یې هېڅ شواهد وړاندې نه کړل. د متحدو ایالتونو چارواکو ویلي دي چې خامنه يي د پوځي عملیاتو په لومړنیو بریدونو کې ټپي شوی و چېرې چې د هغه پلار او پخوانی رهبر علي خامنه ووژل شو.
نتنیاهو وویل: "هغه څه چې موږ یې وینو دا دي چې د رهبرۍ مقام ترلاسه کولو د ښکېلو خلکو ترمنځ ډېر کړکېچ شته. دا یو واحد دریځ نه دی. تاسو وینئ چې ځینې وختونه د ورکړل شویو متضادو امرونو له امله، دوی یو کار کوي او بیا بېرته په شا کېږي او داسې نور."
د اسرائیل لومړي وزیر ددې بیان نه ډډه وکړه چې عملیات به څومره نور وخت ونیسي خو زیاته یې کړه: "زه د هغه څه نه چې خلک فکر کوي، دا جګړه ډېر ژر پای ته رسېدلې وینم."
ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ په سپینې ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې د حماسي غضب عملیات "له ټاکل شوې وخت څخه د پام وړ مخکې روان دي" او "ډېر ژر به پای ته ورسېږي."
فورم \ دبحث خونه