د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل او حماس نوی پنځه ورځنی اوربند وکړ


د اسرائیلو او حماس تر منځ نوی پنځه ورځنی اوربند وشو، اوربند داسې مهال شوی چې اسرائیلو پر غزې هوايي بریدونه او حماس پر اسرائیلو د توغندیو بریدونه کړي.

اسرائیل او حماس د چهارشنبې په ورځ – اګست ۱۳- پر پنځه ورځني اوربند سلا شول چې په مصر کې مرکچیانو ته فرصت ورکړي چې تاوتریخوالی پای ته ورسوي.

د دواړو خواو ترمنځ له څه باندې یوې میاشتې راهېسې جنګ روان دی.

د نوي اوربند له اعلان نه وروسته اسرائیلو وویل د غزې په تړانګه کې یې د حماس پر هغو جنګیالیو هوايي بریدونه کړي چې پر اسرایلو یې لږ تر لږه اته راکټونه توغولي و.

تر اوسه د کومې مرګ ژوبلې راپور ورکړل شوی نه دی .

د اوربند غزول کېدل

د اسرائیلو پوځ وايي د درې ورځني اوربند د نېټې تر پای ته رسېدو دوه ساعته وړاندې پرې راکټونه وار شوي دي.

خو د حماس یوه چارواکي وویل جنګیالیو یې هېڅ ډول برید نه دی کړی او دا چې اسرائیلو اوربند مات کړی دی .

فلسطیني مرکچي عزام احمد وویل نوی اوربند به د چهارشنبې په ورځ – اګست ۱۴- له نیمې شپې پیل شي او راتلونکې دوشنبه به پای ته ورسیږي.

تر دې دمه په دغې جګړې کې چې له څه باندې پنځه اوونیو راهېسې روانه ده شاوخوا ۲۰۰۰ فلسطینیان وژل شوي او لږ تر لږه ۹۰۰۰ نور ژوبل شوي دي .
تر دې دمه په دغې جګړې کې چې له څه باندې پنځه اوونیو راهېسې روانه ده شاوخوا ۲۰۰۰ فلسطینیان وژل شوي او لږ تر لږه ۹۰۰۰ نور ژوبل شوي دي .

راپورونه وايي دواړو خواو موافقه کړې چې د غزې پر سرحد به د خلکو د تګ راتګ او مالونو د انتقال په برخو کې اسانتیاوې رامنځ ته کوي.

خو داسې ښکاري چې لا هم دوی د هغو غوښتنو منلو ته چمتو نه دي چې فلسطین وايي په محاصره شوې سیمې کې دې هوايي او سمندري تګ راتګ ته دې اجازه ورکړل شي او اسرائیل بیا غواړي چې فلسطیني جنګیالي دې بې وسلې شي.

د رویټرز د خبري اژانس د راپور له مخې د اسرائیلو امنیتي کابینه به د پنجشنبې په ورځ – اګست ۱۴- ناوخته غونډه کوي چې د مصریانو له لورې پر وړاندې کېدونکو غوښتنو غور او خبرې وکړي.

د فلسطیني پلاوي غړو ویلي چې راتلونکې یکشنبه به د نورو خبرو لپاره مصر ته ولاړ شي.

د اسرائیل خبرداری

د اسرائیلو د دفاع وزیر موشي یالون ویلي چې د اسرایلو پوځ د ممکنه جګړې لپاره پر چمتوالي بوخت دی.

ده خبرداری ورکړی چې له اوربند وروسته که پرې د توغندیو برید وشو جګړه او عملیات به له سره پیل کړي.

تر دې دمه په دغې جګړې کې چې له څه باندې پنځو اونیو راهېسې روانه ده شاوخوا ۲۰۰۰ فلسطینیان وژل شوي او لږ تر لږه ۹۰۰۰ نور ژوبل شوي دي .

د وژل شویو او ژوبل شویو فلسطینیانو ډیره برخه ولسي خلک دي.

همدغه راز د حماس په توغندیزو بریدونو کې بیا شاوخوا ۶۴ اسرائیلي عسکر او درې ولي وگړي وژل شوي او یو شمېر نور یې ژوبل شوي دي.

XS
SM
MD
LG