اسراییل ویلي چې د حماس د ترهګرې ډلې له خوا د یوه وژل شوي یرغمل کس جسد یې ترلاسه کړی دی. دا اقدام د امریکا په ملاتړ د هغه اوربند یوه برخه ده چې په غزه کې دوه کلنه جګړه پای ته ورسوله. خو دواړه خواوې یو بل د دې اوربند په سرغړونې تورنوي.
د اسراییل د لومړي وزیر، بنیامین نتنیاهو دفتر په یوې اعلامیې کې ویلي چې چارواکو د چهارشنبې به ورځ (د نومبر۲۶) د اسراییلي وکړي، درور اور، کورنۍ ته خبر ورکړ چې د هغه مړی په تل ابیب کې د عدلي طب د یو مرکز لخوا پیژندل شوی دی.
د اسراییلو د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې مخکې لدې چې کورنۍ ته خبر ورکړي، جسد یې د تل ابیب عدلي طب مرکز ته لیږلی ترڅو د هغه هویت معاینه او تایید کړي.
د فلسطین اسلامي جهاد ډله، چې د حماس سره متحده ده - او د مدیترانې ساحل په اوږدو کې د غزې تړانګې شاوخوا نیمایي برخه کنټرولوي - وویل چې دوی د دوشنبې په ورځ د غزې په مرکز کې جسد وموند.
د غزې د روغتیا وزارت چې د حماس له لورې اداره کیږي، ویلي دي چې د ډرور اور د مړي د تسلیمولو په بدل کې یې د ۱۵ فلسطینیانو جسدونه یې ترلاسه کړي دي.
پاتې دوه وژل شوي یرغمل کسان چې اسراییل یې د ترلاسه کولو تمه لري، اسراییلی لومړی بریدمن، رون ګویلي او ټایلنډی بزګر رینتالک دی.
د بنیامین نتنیاهو دفتر ویلي چې د اسراییل حکومت ”د پاتې دوو جسدونو د ترلاسه کولو او په پخپل هېواد کې د هغوی د خښولو لپاره ژمن دی او په دې برخې کې په نه ستړې کیدونکي توګه کار کوي".
اسراییل د حماس لخوا د هغو پاتې وژل شویو یرغملو د جسدونو د سپارلو په تمه دی چې د هغو ۲۵۱ کسانو په جمله کې وو چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه د غزې څخه د یهودي دولت د یرغل پر مهال د دې ډلې او د هغې د متحدینو لخوا تښتول شوي وو.
په دغه برید کې څه باندې ۱۲۰۰ اسراییلیان ووژل شول، چې اکثره یې ملکي وګړي وو چې له امله یې دوه کلنه جګړه پیل شوه چې بیا د سږکال د اکتوبر په ۱۰مه د اوربند سره پای ته ورسیده.
د اوربند د شرایطو له مخې، حماس باید پاتې ۴۸ یرغمل شوي کسان اسراییل ته وسپاري، او په بدل کې به اسراییل شاوخوا ۲ زره فلسطیني امنیتي بندیان خوشې کړي او د سلګونو وژل شویو فلسطینیانو جسدونه به وسپاري.
حماس د اوربند په لومړۍ ورځ ۲۰ ژوندي یرغمل خوشې کړل او له هغې وروسته اونیو کې یې د ۲۸ وژل شویو یرغملو له جملې څخه د ۲۵ کسانو جسدونه بیرته وسپارل.
اسراییل هم فلسطيني امنیتي بندیان خوشې کړل او د هر وژل شوي اسراییلي یرغمل جسد په بدل کې یې د ۱۵ فلسطینیانو جسدونه سپارلي دي.
اسراییل پر حماس تور لګولی چې د وروستي وژل شوي یرغملو جسدونه د بیرته ستنیدو په ځنډولو سره یې په مکرر ډول اوربند مات کړی، او همدارنګه یې د دوی فعالین، چې لاهم د اسراییلو خاورې ته نږدې د غزې نیمایي برخه کنټرولوي اسراییلي ځواکونو ته نږدې کیږي او ځینې وختونه وژونکي بریدونه ترسره کوي.
اسراییلو په دې وروستیو اونیو کې د دې بریدونو په ځواب کې درانه هوايي او ځمکني عملیات ترسره کړي چې د حماس لسګونه غړي یې وژلي دي.
حماس د اسراییلو غچ اخیستونکي بریدونه د اوربند څخه سرغړونه بللې ده، په داسې حال کې چې امریکا د اسراییلو د ځانه د دفاع د حق ملاتړ کړی دی.
فورم \ دبحث خونه