د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل: د حماس مشرتابه مو په قطر کې په نښه کړل


د اسرائیل پوځ وایي چې د قطر په پلازمېنې دوحې کې د حماس ترهګرې ډلې په جګپوړي مشرتابه یې هوایي برید ترسره کړی دی.

د اسرائیل دفاعي ځواکونو دا خبره څو دقېقې وروسته له هغه وکړه چې په دوحې کې د دوو چاودنو غږونه واورېدل شول.

د اسرائیل د پوځ په اعلامیې کې راغلي چې دا برید یې د دې هېواد د کورني امنیت د ادارې به مرسته ترسره کړ، خو د برید ځای یې ندی مشخص کړی.

د اسرائیل د لومړي وزیر، بنیامین نتنیاهو، دفتر هم یوې اعلامیې کې ویلي چې د سه شنبې اقدام د هغه څه په وړاندې چې د حماس "لوپوړي ترهګر چارواکي" بلل شوي، د "اسرائیل له لوري یو مطلق مستقل عملیات" وه.

بنیامین نتنیاهو وویل: "اسرائیل (دا عملیات) پیل کړل، هغه یې ترسره کړل او اسرائیل یې ټول مسئولیت په غاړه اخلي."

د اسرائیل پوځ ویلي چې د حماس د چارواکو په وړاندې چې د کلونو راهیسې د دې ډلې مشري یې کوله او په مستیقمه توګه په اسرائیل باندې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د اوومې نېټې د حملې" مسئول" وو، برید یې کړی دی.

د اسرائیل پوځ دغه راز ویلي: "له دې برید څخه مخکې، ملکي خلکو ته د زیان رسولو د مخنیوی په خاطر ګامونه اخیستل شوي وو چې په کې د دقیقو وسلو څخه کار اخیستل او اضافي استخباراتي معلوماتو ترلاسه کول هم شامل وو."

په سیمه کې تلویزیوني شبکو د چاودنې له ځای څخه د لوګیو پورته کېدو تصویرونه خپاره کړي دي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند، ماجد الانصاري، د اېکس په ټولنیزې شبکې کې ویلي چې "د اسرائیل هغه بزدلانه برید غندي چې د قطر په پلازمېنې دوحې کې د حماس د سیاسي دفتر د یوشمېر غړو د اوسېدو" ودانۍ یې په نښه کړي دي.

انصاري زیاته کړې: "دا جنایتکارانه برید، د ټولو نړیوالو قوانینو او نورمونو څخه سرغړونه ده او د قطر د وګړو د امنیت لپاره جدي ګواښ ګڼل کیږي."

سپینې ماڼۍ په دې اړه د امریکاغږ پوښتنې ته ځواب ندی ورکړی.

د تېرکال په جنورۍ او جولای میاشتو کې په بیروت او تهران کې د صالح العاروری او اسماعیل هنیه له وژل کېدو وروسته، دا لومړی برید دی چې اسرائیل د فلسطیني قلمرو څخه د باندې د حماس مشران په نښه کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG